نصیر احمد احمدي

زنګ راغی، ځان يې را وپېژند، د پلار ملګری مې له پنځلسو کلونو وروسته خپل وطن ته راغلی و.

 د شنبې په ماسپښين هوټل ته ورغلم، کوټه يې بنده وه، له درېيم پوړه مې لاندې وکتل، په چمن کې يې لمونځ کاوه.

ورغلم، سلام يې وګرځاوه، کلکه غېږ يې راکړه، پر تندي يې ښکل کړم. کوټې ته وختو، لاسونه يې پورته کړل، له خدايه يې زما د پلار  روح ته جنت وغوښت.

دا اويا ، دوه اويا کلن بوډا مې يواځې يو ځل ليدلی و، کلونه مخکې مې پلار کورته راووست،  د غرمې ډوډۍ يې وخوړه، بېرته لاړ، خو حافظې ته يې حيران شوم،  زما د وروڼو او  ترونو  نومونه  يې په ياد ول. د يوه يوه پوښتنه يې وکړه.

د چايو په وخت کې يې د امريکا کيسې را واخيستې، د خپلو اولادونواو کاروبار  په اړه وغږېد، له خبرو يې پوه شوم چې اسراتمن ژوند لري، خو له مساپرۍ يې زړه خوړين و، غوښتل يې چې يو دوه اطاقه اپارتمان واخلي او له خپلې مېرمنې سره پاتې ژوند په خپل وطن کې تېر کړي.

مازديګر مې يوه شناخته رهنما ته بوت، رهنما د کتابچې پاڼې سره واړولې، درې، دوه اطاقه اپارتمانونه ورسره ثبت ول.  لومړۍ کور نږدې و، پياده ورغلو. په دوهم منزل کې دوې ګلالی کوټې، پراخ دهلېز، يو تشناب او اشپزخانه ول.

د بوډا سترګې وځلېدې، ځای يې خوښ شو، د رهنما خاوند ته يې وويل چې د کور صاحب راوغواړه چې په بيه ورسره وغږېږو.

په همدې وخت کې د څنګ له کوره زوروره موسيقې راغله، د بوډا تندی تريو شو، ويې ويل:

_ځئ! دا کور مې خوښ نه شو.

دوهم کور ته لاړو، پاکې کوټې يې درلودې، تر کړکۍ لاندې سره ګلان ولاړ ول.

بوډا خوشاله و، خو يو ناڅاپه د سطل کړنګا وخته، له پورته له صابونه ډکې اوبه را ولوېدې.

 درېيم کور ته مو مخه کړه. کور زوړ و، دېوالونو  يې پټوکي را ايستلي ول، له اشپز خانې  يې سوړ بوی ته.

د رهنما خاوند وويل:

_فکر نه کوم چې دا کور مو خوښ شي.

بوډا د اوبو نل خلاص کړ، لاس يې ورته  ونيو، ويې ويل:

_ ګاونډيان يې څنګه خلک دي؟

د رهنما خاوند سوړ اسويلی وايست:

_په ظاهره چا کوم بد نه دې ترې ليدلي، غلي  او ارام خلک دي، خو!

غلی شو.

بوډا ور وکتل.

د رهنما خاوند وويل:

_سپينه مامد دينه به درته  وکم، د څنګ ګاونډی شراب خوري، پورته ګاونډی هم تر اوسه چا په لمانځه نه دی ليدلی، په روژه کې يې برېتونه په مستو ککړ وي، له خولې يې د سګريټو بوی ځي.

بوډا وويل:

_همدا کور مې خوښ شو.

المارۍ يې خلاصه کړه، يوه موږک منډه واخيسته.

د رهمنا خاوند ماته وکتل، شونډې يې خندنۍ شوې، ورو  يې وويل:

_له امريکا راغلی، نه دی ملامت!

بوډا موسک شو، وپوهېدم چې  غوږونه يې تېز دي، نل يې بند کړ، راغی، ويې ويل:

_ګوری بچيانو!  لمونځ  يې  په ما پورې اړه نه لري، دی پوه شه، خدای  پوه شه، روژه هم همداسې، د شرابو  زور هم له  بل يوه وځي، خو له صابونه ډکې مردارې اوبه او لوړ موزيک مردم ازاري ده، له مردم ازاره خلکو ليرې ګرځئ.

(پای )

١٣٩٥ ل کال _ د سرطان اوله


د ښاغلي احمدي نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *