نژدې يو کال وړاندې د استراليا په سيډني ښار کې د لر او بر افغانانو هوډ وکړ، چې د لوی افغانستان  لپاره لاس په کارشي،  له پرله پسې ناستو وروسته دې  هيلې ته ورسېدو، چې د لوی افغانستان تحريک په نوم   د لویې خاورې  د لاسته راوړلو لپاره ملګري مبارزې ته چمتو شول.

د دې لپاره چې زموږ حرکت ډېر منظم او سيمسماتيک وي، ددې لپاره چې د ټولو افغانانو د نظرونو او وړانديزونو سره سم مخ پر وړاندې ولاړ شو، ددې لپاره چې د خپلو مشرانو او نومياليو قلموالو اندونو او نظرونو پر بنسټ زموږ حرکت ځواکمن شي، نو د تحريک مشرانو او غړو وپتېيله چې د افغان  په نوم وايبر کې يو ګروپ  جوړ  او په هغه ګروپ کې د مورنۍ سربېره د محکومې پښتونخوا او د سامراجي تر اشغال لاندې بلوچستان او د نړۍ په ډېر شمېر هيوادونو کې مو افغانان په دغه ګروپ کې سره راټول کړل.

له نېکه مرغه افغان ګروپ کې ملګري  دومره فعاله شول، چې موږ  د خپل حرکت لپاره نور هم ځانونه ځواکمن  ګڼو، د قانون د حاکميت لپاره مو لېڅي رابډ وهلې دي، تر څو په مورنۍ خاوره کې د قانون ماتوونکو او سرغړوونکو نه د خلکوکرکه او عامه ذهنتيت تر ې متنفر کړای شو.

 د افغان ګروپ  له فعاليت څخه نژدې شپږ میاشتې تېرېږي، چې په دغه  ګروپ کې په سلګونو افغانان د لر اوبر څخه پکې ګډون لري، همدارنګه  له غربي او اسیايي هيوادونو څخه په زیات شمېر افغانان په دغه ګروپ کې له موږ سره فعاله دي.

هر ملګری د خپلې فکري ازادي پر بنسټ کولی شي، چې خپل نظر او اند د ګروپ له ملګرو سره شريک کړي، که يې نظر د لوی افغانستان تحريک لپاره اغېزمن و، بې له قید او شرط څخه منل کېږي، خو که يې نظر د لوی  افغانستان تحريکپرنسيپونو سره اړخ  ونه لګوي، نو د متقابل احترام په درلودلو سره هغه سره استدلال کېږي، چې  ستاسو نظر ته په پوره درناوي خو د خوځښت په ګټه نه دی.

همدارنګه په افغان ګروپ کې د د ډيورنډ فرضي کرښې کوزې غاړې ته د ورځنيو پېښو حال اخيستل کېږي او د ګروپ له ملګرو سره شريک کېږي.

مورنۍ خاوره افغانستان کې څه تېرېږي؟  ورځنيو پېښو د انعکاس لپاره  افغان ګروپ يوه ستره سرچينه ده، چې  د هر ملګري او غړي تحلیلونه او څېړنې پکې لوستی شو، همدارنګه ددې لپاره چې په راتلونکي کې د لوی افغانستان تحريک عملا خپلې هڅې پيل کړي، د لوی وطن لويې هيلې ته ورسېږي،  له پښتونخوا او بلوچستان ولايتونو څخه د محکوم او اشغال  مختاړي لرې شي.

له اموڅخه نيولې بیا تر اباسین پورې ټول يو افغان ملت وي، د لر او بر توپيرونه له منځه تللي وي، څنګه چې  د لوی افغانستان هيله د هر افغان د زړه ارمان او قانوني  غوښتنه ده، نو افغان ګروپ زموږ او د ملګرو د فکري خوځښت ستره  الګو ده، چې هر وخت د لوی افغانستان  لپاره په عملي طرحو او وړانديزونو باندې کار کېږي، انشاالله چې همدغه فکري سمونې به په هيواد کې د موجوده نظام ټينګ حمايت  کوي، د خپلو روا غوښتنو او هيلو لپاره په افغان دولت غږ کوي، چې د لویې خاورې د لاسته راوړلو  لپاره لاس په کار شي او سامراجي فوځ ته ددې موقع ورنه کړي، چې زموږ پر وروڼو تېری او ظلم وکړي.

ډيورنډ کرښه  د يوه افغان په زړه تېره شوې کرښه ده، چې هيڅ يو افغان  ته د زغملو وړ نه ده، نو افغان دولت ته په کار ده، چې  د ډيورنډ کرښې د منځه تلو لپاره هڅې ګړندۍ کړي، کله چې ډيورنډ کرښه له منځه لاړه شي، هغه مهال بیا د سولې او هوساينې نوی پير پيلېږي.
د هغې ورځې د ليدو په هيله

اصف بارز د لوی افغانستان تحريک وياند

سيډني

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *