تاند- افغانستان، امریکا او هندوستان به په خپل منځ کې بله درې اړخیزه غونډه راتلونکې میاشت جوړه کړي.

په دې درې اړخیزه غونډه کې به له ۲۰۱۴ وروسته، چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، د دغه هیواد پر وضعیت خبرې وشي.

په هند کې د امریکا سفیرې ننسي جې پاول پرون په نوي ډیلي کې وویل:«د هند، افغانستان او امریکا ترمنځ د درې اړخیزو خبرو په دوام کې به د راتلونکې میاشتې خبرې په نیویارک کې د ملګروملتو د سپتمبر د میاشتې له غونډې سره په یووخت وي.

دې له افغانستان سره د هند اړیکې خورا مهمې وبللې، ويې ویل چې امریکا د افغانستان په راتلونکې کې د هند له روله انکار نه شي کولی.

د امریکا سفیرې، چې له خبریالانو سره ږغېده، زیاته کړه:«غواړم، هغه مهم رول- چې هند یې د افغانستان په راتلونکې کې لوبوي- تایید کړم. د افغانستان له حکومت سره ستاسو همکاري ډېره مهمه ده او د امریکا متحد ایالتونه یې ستايي.»

له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو او د ۲۰۱۴ کال له پای ته رسېدو وروسته وضعیت په اړه په هند کې د امریکا سفیرې اغلې پاول وویل:د افغانستان، هند او امریکا ترمنځ خبرو د حالاتو په اړه د ټولو خواوو له لوري د اندېښنې څرګندولو او دغه راز د دغو حالاتو د سمولو او د حل لارې موندلو ته فرصت برابر کړی دی.

دې همداراز وویل، امریکا د افغانستان له حکومت سره له نژدې کار کوي چې امنیتي تړون نهايي کړي او په افغانستان کې له امنیتي ځواکونو سره کار ته دوام ورکوي څو موافقه بشپړه شي.

په ډیلي کې د امریکا سفیرې د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«موږ د افغانستان له حکومت سره له نژدې کار کوو چې امنیتي تړون ورسره نهايي کړو، د دې تړون په نتیجه کې به په افغانستان کې امریکايي او د ناټو د نورو غړیو هیوادونو پوځیان حضور ته دوام ورکړي او موږ هیله لرو چې تړون به ژر لاسلیک او بشپړ شي.»

دې ژمنه وکړه:«ډاډ ورکوو چې موږ به د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره همکارۍ ته دوام ورکړو څو دا ځواکونه په خپل هیواد کې د امنیت مهم مسوولیتونه کاملاً په غاړه واخیستلی شي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *