شريف الله دوست

۲ برخه

د حماسې او بدلې توپير:            

حماسه (ايپيک) له بدلې (لېريک) سره په دې بيليږي چې په لېريک (بدلې) کې پاملرنه يوازي د اغيز ښندلو ـ ښودلو ، احساس او انځور ته اوښتې وي اوله ډرامې څخه بيا په دې بېليږي چې په حماسي کې وګړي د انځور ګرلخواپه کيسه او بيان کې ښودل کېږی ، خوپه  ډرامه کې پر سټېج عمل کي ښودل کېږي .

له دې ځايه (کوچنۍ کيسه ، داستان او رومان) د دې حماسې ژانرونو څخه منځ ته راځي ، دا درې ډوله نه يوازي ، دګډون او تفصيل له مخي يو له بل څخه بېليږي ، بلکي د موضوع کيفيت او پرابلم څرنګوالی هغه چې ليکوال او شاعر يې حل کولو ته ور نژدې کېږي، په دې موضوع کې لاس لري. په کوچنۍ کيسه کې ژوند په کوچنۍ برخه کې وينو، خوپه رومان کې دپېړيو اوحتی نسل له پرابلم سره مخ کېږو. نو دحماسې په کوچني فورم (کوچنۍ کيسه) کې دقهرمان د ژوند کوچنۍ برخه انځور او ليد ل کېږي.

ادبي کره کتونکو شعر پر درو(۳)برخو ويشلی دی : ۱ــ حماسي (ايپيک ). ۲ــ غنايې(ليريک). ۳ــ ډراماتيک (تمثيلي ) ځينو پوهانو تربيتي او تعليمي شعرهم ورسره ګډ کړی دی.

څېړونکو حماسي منظومې په ټوله کې پر دوو ډولونو ويشلي دي:

الف : ملي او طبيعي حماسې.

ب : مصنوعي حماسې .« چې وروسته کې به يې بېلګي راوړل سي.»

په ټوليزه توګه حماسه رزمي او پهلواني داستانونوته وايې او عمومًا منظومه بڼه لري.

د حماسې منشاء :

 ځيني څېړونکي حماسي شعر دغنايې شعر تعقيب او پايله ګڼي او باورلري چې ډيری حماسي اثار ، دپخوانيو شاعرانو ، دشعرونو له ترکيب څخه د زمانې په اوږدو کې ، د قهرمانانو او سردارانو لپاره ويل سوي ، جوړې سوي او رامنځته سوي دي.

د حماسې بله ځانګړنه دهغې داستاني والی دی ، ځکه حماسه د داستان په ډول بيانېږي.

په حماسه کې د پياوړي قهرمان شتون بيا دحماسې يوه بله ځانګړنه ده ، هغه خارق العادة پيښې چي په حماسه کې ترې يادونه کېږي ، حتی ځيني وختونه باور پرې کول ستونزمن وي داهم دحماسې له ځانګړنو څخه شمېرل کېږي. په نړۍ ادبياتو کې حماسه دفکر او منځپانګي له مخي پرڅلورو برخو ويشل سوې ده:

۱ــ حماسي .

۲ــ غنايي .

۳ــ ننداريز. (نمايشي، ډراماتيک).

۴ــ تعليمي.

  دلته زموږ موخه له حماسې څخه حماسي ادبيات دي ، نو وايې چي حماسه د ادبي ډولونو څخه يو ډول دی . چې په اصطلاح کې يو داستاني روايت دی. ديوه ملت له تخيلي تاريخ څخه هغه چې په خارق العادة پېښو او قهرمانيو باندي يې بنسټ ولاړ دی. لکه مخکي چې ورته نغوته وسوه، دحماسې اصلي ځانګړنه دهغې قهرماني داستاني بڼه او تخيل دی په حماسه کې د پياوړو انسانانو شتون ، چې له جسماني او معنوي پلوه د ټولنې له عادي وکړو بېل او ممتاز وي،چې دا  دحماسي له يوې بلې ځانګړني څخه شمېرل کېږي.

په حماسه کي غيري طبيعي او د عادت خلاف پيښې په پېخر لېدل کېږي،همداپيښي دي چې کولای سي ، ديوه ملت هيلي او ارمانونه په مذهبي ، اخلاقي او ټولنيز نظام کې راوسپړي او دملت ټوليز عقايد د انساني اصلي – فطري مسايلو په هکله لکه د ژوند پيل، مړينه او دې ته ورته بيان کړي.

منظومه حماسه څه ته وايي؟ :

 مخکي مو و ويل چې  حماسه په لغت کې زړورتيا او شجاعت ته وايې ، په ډې ډول شعر کې شاعر په هېڅ ډول خپل شخصي عواطف په داستان نه ورګډوي او هغه ته دخپلې خوښي سره تغير نه ورکوي. په همدې سبب دپهلواني د برخليک په سپړلوکې او خپل داستان په شخصيت کې ، هېڅکله دخالت نه کوي او دخپل ذوق سره د هغه په اړه قضاوت نه کوي ، بلکي هغه څه چې حقيقت ولري  وايې او ليکي يې.

خو د دې سره – سره بياهم په ډيرو لرغونو حماسو کې ،  داچې خوله پرخوله ترموږه پورې رارسېدلي دي يو شمېر مبالغې هم ور پورې تړل سوي ، له شرمښ څخه ديب او ښامار جوړ سوی دی ، لکه په پښتو کې دملي هندارې ځيني شفاهي کيسې.

حماسي  داستاني شعر ، له ليکلو او ناليکلو داستانونو سره سروکار لري په هغه کې په يوې تاريخي دوره کې دخلکو د عواطفو احساساتواو پهلوانۍ سپړنه سوې وي ، هغه چې د د ين او هېواد ساتنې په لاره کې له پرديو تيري کوونکو په وړاندي د جنګ او سرښندنو انځورونه ښودل کيږي.

          نور بيا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *