تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /پنجشنبه/ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېد چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
افغانستان، هند، منګولیا، پاکستان او ایران د دې ټولنې څارونکي غړي دي خو هند او پاکستان ته به د تاشکند په غونډه کې بشپړ غړیتوب ورکړای شي.
د شانګهای د همکارۍ ټولنې د تاشکند د دوه ورځنۍ سرمشریزې په څنګ کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په تورخم او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو د سرغړونو په باب خبرې وکړي.
پاکستان نه یوازې په ډیورند کې په صفري نقطه کې دروازه جوړوله بلکې په پکتیکا، زابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې یې هم خپلې پوستې تر ډیورند کرښې رااړولي دي.
د افغانستان ولسمشر ته د تاشکند په هوايي ډګر کې د ازبکستان د صدراعظم شوکت میرزایف له لوري هرکلی وویل شو.
د شانګهای د تاشکند په غونډه کې د دې ټولنې د فعالیتونو د پیاوړتیا، د غړیو او د سیمې د هیوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي، کلتوري او بشري همکاریو د زیاتېدا او نورو مسلو په اړه خبرې کېږي.