تاند- ارګ وايي، افغانستان ټولټال ۲۴۰ ښځینه قاضیانې لري او د هیواد د ټولو ښوونکو په سلو کې ۳۳ ښځې دي.

د جمهوري ریاست د معلوماتو پر اساس په هیواد کې ۳ نیم ملیونه نجونې په ښوونځیو (ابتدايي، منځنی او لېسه) کې درس وايي.

د ټولو افغان زده کوونکو شمېر ۸ نیم ملیونو ته رسېږي چې ۵ لکه ښوونکي او ښوونکې په نژدې ۱۶ زره ښوونځیو کې درس ورکوي.

تر ټولو زیاتې ښځینه ښوونکې په کابل کې دي. د دغه ښار د ټولو ښوونکو په سلو کې ۷۸ ښځې تشکیلوي.

په ولایتونو کې د دې لپاره چې سختدریځې ډلې عموماً نجونې نه پرېږدي چې لېسه ولولي، نجونې چانس نه ترلاسه کوي چې معلمانې شي ځکه د نجونو ډېری ښوونکي نارینه دي.

د ارګ په راپور کې دا هم ویل شوي چې په پولیسو کې د ښځو شمېر ۱۳ سوه تنو ته رسېږي چې خورا لږې دي. خو په ملي اردو کې یو څه زیاتې دي. د ملي اردو د ښځینه سرتېرو شمېر ۲ زره ښودل شوی دی.

د ارګ د معلوماتو له مخې د پوهنې د وزارت په سلو کې ۲۸ مامورین ښځې دي. خو د ټول دولت د مامورینو په سلو کې ۲۲ ښځې دي.

په ولایتونو کې د ۳۲ ریاستونو مشري د ښځو په غاړه ده.

د ملي شورا د ولسي جرګې ۲۸ فیصده غړي ښځې تشکیلوي او د مشرانو جرګې ۱۷ غړي ښځې دي.

په ولسي جرګه کې د نیمروز ټولې استازې ښځې دي.

افغان ښځو په سپورتي ډګر کې هم د پام وړ پرمختګ کړی دی. د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم په نړیوالو او سیمه ییزو سیالیو کې ونډه اخیستې. همداراز د ځغاستې او بایسکل ځغاستې په برخو کې افغان نجونو د نورو هیوادونو له سیالانو سره سیالي کړې ده.

د افغانستان حکومت غواړي چې تر ۲۰۱۸ م کال پوري د دولتي چوکیو په سلو کې ۳۰ ښځو ته وسپاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *