تاند- د پاکستاني پوځ د رسنيو مسول جنرال عاصم سليم باجوه له افغان طالبانو سره د سولې په تړاو او د ملا منصور پر وژنې په لومړي ځل څرگندونې کړې دي.
جنرال باجوه په جرمني کې د المان غږ له اردو څانگې سره په يوه کمسارې مرکه کې د ملا منصور پر وژنه خبرې وکړې.
ده وويل:
” بې له شکه چې د ملا اختر منصور وژنې د سولې بهير ته لوى گوزار ورکړ. “
د پاکستاني پوځ د رسنيو دغه مسوول له دې انکار وکړ چې گواکې ملا اختر منصور په پاکستان کې ژوند کاوه.
ده وويل ملا منصور له يوه بل هېواده د پاکستان خاورې ته داخل شوى و او دلته امريکاييانو په نخښه کړ.
جنرال باجوه وويل، په همدې دليل پاکستان د دغې پېښې له امله امريکا ته احتجاح کړى دى.
دى وايي، پاکستان د امريکا دوست هېواد دى خو بيا يې هم د ملا اختر منصور د وژنې په تړاو څه راته ونه ويل.
جنرال باجوه وويل، پاکستان غواړي چې د افغان ستونزې سوله ييز حل وموندل شي.
دى په دې باور دى چې ملا امختر منصور د سولې او بيا پخلاينې پلوى و.
د پاکستان د پوځ د رسنيو مسوول وايي په شمالي وزيرستان کې د حقاني، القاعدې او نورو ډلو کسان وژل شوي او دوى دې ته نه گوري چې د ده په وينا ترهگر د کوم ځاى يا هېواد دي.