تاند- د ملګروملتو د کډوالو لوی کمیشنر له پاکستانه وغوښتل چې پر افغان کډوالو د ترهګرو تور ونه لګوي.
د ملګروملتو د کډوالو لوی کمیشنر فلیپو ګراندي د دې خبرداري په ترڅ کې چې په پاکستان کې دوه نیم ملیونه افغان کډوال هېر کړای شوي دي، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له دغو مهاجرو سره مرسته وکړي.
ګراندي پېښور ښار ته نژدې د کډوالو د بېرته ستنېدو په یوه مرکز کې وویل:«زما غوښتنه نه یوازې له چارواکو بلکې ځايي اوسېدونکو څخه دا ده چې مهاجر ترهګر نه دي.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پر سر له وروستۍ شخړې وروسته د پاکستان حکومت او یو شمېر سیاستوالو د افغان کډوالو پر ضد پراخ تبلیغات پیل کړي او وايي چې د دوی په منځ کې ګڼ شمېر پاکستاني ضد تروریستان دي.
د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د پاکستان دولتي تلویزیون ته وویل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو کمپونه د پاکستاني ضد ترهګرو په مرکزونو بدل شوي دي.
پاکستان په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۲۵۰ تنه افغانان له خپلې خاورې په زوره وایستل او خبرداری یې ورکړی چې نور هم باسي.
خو د چارو کتونکي وايي چې پاکستان به هیڅکله ټول افغان کډوال ونه باسي بلکې د افغانانو د ایستلو په خبرداریو غواړي چې د افغانستان پر حکومت او ملت فشار زیات کړي څو د دغه هیواد غوښتنې ومني.
کتونکي باور لري، تر څو چې په پاکستان کې افغان کډوال وي، د نیابتي جګړې لپاره به پاکستان د وړیا سرتېرو له کموالي سره نه مخامخ کېږي.
پاکستان ویلي چې د روان جون تر ۳۰ مې پوري به افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي خو پاکستان پخوا هم د ورته هدف لپاره داسي ډېر خبرداري ورکړي مګر په وروستۍ شېبه کې بې خپله پرېکړه بدله کړې ده.
سږ کال په خپله خوښه خپل هیواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر د جګړو د تشدید او د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمېدو او په نتیحه کې یې په افغانستان کې د بې روزګاۍ د زیاتېدو له کبله ډېر پڅ شوی دی.
د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په وینا سږ کال تراوسه پوري افغانستان ته ۶ زره افغانان بېرته ستانه شوي، حال دا چې تېر کال ۵۸۲۱۱ تنه ستانه شوي ول.