تاند- د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولانو د چارو وزارت وايي، په هیواد کې د کونډو شمېر تر ۵ لکو اوړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا احصاییه نن /پنجشنبه/ چې د جون ۲۳ او د کونډو نړیواله ورځ ده، اعلان کړه.
د دې وزارت د شهیدانو او معلولانو د چارو معین واصل نور مومند وايي، د دغو کونډو په منځ کې یوازې ۲ فیصده یې د خپلو ماشومانو د امرار معاش مسوولیت په غاړه لري.
ویل کېږي چې په درسته نړۍ کې ۲۵۸ ملیونه کونډې ښځې شته خو د نورې نړۍ او افغانستان د کونډو ترمنځ ډېر توپیر دی. افغان ښځې د نورو هیوادونو د ښځو په شان د واده په شمول په بېلابېلو برخو کې له حقونو بې برخې دي.