تاند- مایکرو سافټ او فېسبوک د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به د اتلانتیک یا اطلس سمندر په تل کې د انترنیټ د لوړ سرعت کېبل تېر کړي.
تمه ده چې د دغه نوي کېبل د غځېدو کار د ۲۰۱۷ تر وروستیو پوري بشپړ شي.
د دې کېبل د تېرولو هدف د چټک او باوري ارتباطاتو لپاره د تخنیکي شرکتونو غوښتنې ته ځواب ویل بلل شوي دي.
د مایکروسافټ د معلوماتو د زېرمې یا ډاتا د مرکز د ستراتیژۍ مسوولې کریستین بیلدي وویل:« په داسي حال کې چې نړۍ د کلوډ کمپیوټري سیستم په لور ته روانه ده، مایکروسافټ زموږ پر کلوډ پانګونه کوي ځکه چې زموږ څه باندې ۲۰۰ کلوډ سرویسونو ته نړیواله تقاضا مخ په ډېرېدو ده.
ماریا کېبل به د سمندر تر اوبو لاندې له اتلانتیک څخه د انترنیت تر ټولو د لوړ سرعت کېبل وي. دا کېبل به په هره ثانیه کې د شاوخوا ۱۶۰ ټي بي یا تیرابایټه داتا د لېږدولو توان لري.
دا ۶۶۰۰ کیلومتره اوږد کېبل به د امریکا او جنوبي اروپا ترمنځ لومړنی وصلوونکی مزی وي.