تاند- په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت نن /جمعه/ اعلان وکړ چې افغان ملي امنیتي ځواکونه په جولای میاشت کې د وسله والو طالبانو پر ضد جګړې ته تیاري نیسي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویندوی برید جنرال چارلس کلیفلنډ وویل، د دې لپاره چې لا هم افغان امنیتي ځواکونه وسله وال طالبان نه شي ځپلی، ناټو ځواکونه چمتو دي چې له دوی سره مرسته وکړي.

برید جنرال کلیفلنډ، چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د درستیزوال مرستیال هم دی، زیاته کړه:«نه غواړم چې په دې برخه کې مبالغه وکړم، د یوه جنګي قوت په توګه د افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ سوکه دی خو ثابت او دوامدار دی. موږ پوهېږو چې طالبانو دا میاشت خپلو جنګي کسانو ته اکمالات او تجهیزات لېږلي، نو اټکل کوو چې په جولای کې به جګړې سختې شي.»

په وروستیو کې د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د امریکايي قوماندانانو په غوښتنه خپلو پوځیانو ته اجازه ورکړه چې په جنګي ماموریتونو کې برخه واخلي. اوس دې ځواکونو تر پخوا، چې د طالبانو پر ضد په جګړه کې یې د برخې اخیستو اجازه نه لرله، محدود صلاحیت ترلاسه کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *