تاند- وروسته له دې چې د روان جون په پیل کې ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو صلاحیتونه ډېر کړل، امریکايي پوځیانو د لومړي ځل لپاره د طالبانو پر ضد عملیات وکړل.
دا خبره امریکایي چارواکو د جمعې په ورځ اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وکړه خو دوی څرګنده نه کړه چې عملیات د افغانستان په کوم ولایت کې شوي او ایا په نتیجه کې یې مرګ ژوبلې پېښې شوي او که نه دي.
د امریکا د دفاع وزارت مطبوعاتي رييس پیټر کوک ویلي چې دا برید تېره اوونۍ د افغانستان په جنوب کې شوي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، یوه بل جګپوړي امریکايي چارواکي ورته ویلي چې دوې حملې شوي، خو امریکا نه غواړي په دې باب زیات جزییات څرګند کړي ځکه چې ممکن په همدې سیمه کې نور عملیات وشي او له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه جنګي ماموریت اجرا شي.
دغه چارواکي د نوم له ښودلو ډډه وکړه.
په کابل کې د امریکا د پوځ ویندوی برید جنرال چارلز کلیفلینډ وویل، امریکا د نویو مقرراتو (صلاحیتونو) پر اساس محدود شمېر بریدونه کړي، خو لا ډېر وختي دی چې د دغو بریدونو د اغېزمنتوب په اړه څه وویل شي.
امریکايي چارواکي وايي، د نویو مقرراتو پر اساس به یوازې په ځینو ځانګړو هدفونو حملې وکړي.