نازکې په کوچینو ګوتو کې قلم ټینګ نیولی و.اوملي بیرغ يي رسماوه چې ناڅاپه له ښوونکي سره یو بل کس هم ټولګي ته داخل شو.په لومړي میز ناستي نجلۍ په زوره وویل: ولاړسۍ!!دسپینو پوړنو وړې نجوني دمیزونو تر شا په خپلو ځایونو کې په ودریدې.په ټولګي کې ځوږ جوړشو.نجونو مخامخ خپل ښوونکي او راغلي کس ته کتل.له یوې لنډې شیبې وروسته ښوونکي وویل: کینۍ کینۍ!! دکیناستوپه وخت کې شور دمیزونو اوچوکیوکښاری پورته شو.ښوونکي وویل: انجینر صاحب! زموږپه ټولګي کې نهه نجوني پلرونه نه لري.له سختو اقتصادي ستونزو سره سره بیا هم ښوونځي ته راځي.

انجینرله تور بکس څخه پیکه خو اسماني رنګه کتابچه را ویاسته. هغه کتابچه چې په یوه پاڼه کې يي لیکل وشي په بله کې يي هم کاپی پاته کیږي.اوبیا يي ښوونکي ته وویل:

ـ استاده ته يي راته نومونه راکړه زه به يي یاداشت کړم.او دوئ ته به داپاڼې ورکړم ، زموږ دموسسې یوه موخه له همدې کسانو سره مرستی کول دي .ددوئ کورنۍ مستحقي دي.اوخپله کتابچه يي په میز کیښوده.

ښوونکي په ټولګي کې سترګي وغړولي:غاړه يي کش کړه. اوږې يي وښورولي. بیا يي وویل: انجینر صاحب ولیکه!

انیسه بنت امیر محمد.

انجنیر په کتابچه ور ټیټ شو.یوه شیبه ورسته یې وویل:

ـ دا نوم خو مې ولیکه.کومه نجلۍ ده؟ راويې غواړه! ښوونکي په لوړ غږ انیسې ته وویل:انیسې لورې راسه مخي ته را تیره شه! دشاخوا نهو کلو نجلۍ په وارخطایی دتختي خواته  راغله.انجینر وپوښتل:پلار دې چیرته مړ شو؟ د نجلۍ ستونی راډک شو.

ـ په لاره کې موټر په بم والوت.

ـپه کورکې څو کسه یاست؟

اوه کسه درۍ مې خویندې یوو ، درۍ مې وروڼه دي او یو مې مورده.

انجینر په پاڼه کې د دوئ د کورنۍ دغړو شمیر هم ولیکه اوبیا له کتابچې څخه یوه پاڼه وشکوله  انیسې ته يي ونیوه. واخله دشنبې په ورځ به له همدې پاڼې سره دلته په مکتب کې حاضره یی.

ښوونکي بیا وویل:نازکه بنت حنیف الله.همدا چې نازکې خپل نوم واوریده په دو پښو ودریده.په لوړ خونري غږ يي وویل:معلم صاحب دما نوم مه ورکوه .زه دامرسته نه کوم.

ولی مرسته نه کوي؟

ـ بس خومور مې وايي دموسسو مرستي دې ورکې شي څوک بی غیرته کوي.او سوالګر ترې جوړوي په شپو ورځو به ورته انتظار یی بیا به دوه کیلو.لوبیا او…درته له سلو منتونو سره درکړي موږ یی نه کوو. اورښتیا مور مې وايي دا مرستي دموږ په نوم را باسي لږيي موږ ته راکوي او ډیرې يي دوئ خرڅوي.

انجینر ښوونکي اوښوونکی انجینر ته وکتل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *