ایمل خروټی

زموږ د  اوسني نظام دواړو مشرانو او د هېواد  مهمو شخصیتونو  ټوله نړۍ په دې خبره ده او زموږ معاصر تاریخ به هم د دې شاهد وي چې د څو لسیزو راهیسې زموږ په هېواده کې جګړه روانه ده  او دا جګړه  د انګریزانو د لومړي ، دویم او دریم تېرې په پرتله بیله بڼه لري  او کله چې له افغانستان څخه روسان ووتل نو دې جګړې ورځ تر بلا بیل شکل او بڼه غوره کړه او د افغانانو دوښمنان همیشه هڅه کوي چې د هرې لارې جګړه ګرمه وساتي او افغان په خپلو وینو ولمبوي.

د افغانانو دوښمنان د همدې موخې له پاره ډول ډول دسیسي لارې او یو شمېر مزدوره کسان روزي تر څو د هغوی په موخه په هېواد کې ناورینونه، بې اتفاقي رامنځته او ملي یوالی او د افغانانو شتمنۍ هر څه له منځه یوسي. له جهاد نه وروسته همدا د افغانانو دوښمنان وو چې په هېواد کې د حزبونو جګړه پیل کړه، بیا  یې د قومونو، ژبو او سمتونو جګړې ته لمن ووهله چې اوس هم یو شمېرکسان شته چې ورځ تر بلې د بهرنیو په لمسون همدا ستونزې رامنځته کوي او د جګړې د پورته عواملو له مخې پښتون، تاجک، هزار، ازبک او نور قومونه ټول په  کې لمبه او وسوځیدل په دې خاروه کې هر وګړي او هر کس درد او غم ولیده که هغه د افغانستان د هر سمت و یا د هرې ژبې یا د هر قوم یا د هر مذهب و خو افغانان وو او انسانانو ټول د جګړې په اور کې وسوځیدل.

کله چې په هېواد کې د ولسمشر حا مد کرزې واک رامنځته شو د پخوا په پرتله څو چنده یو څه وضعیت ښه شو ‍ډیری افغانان په دې وپوهیدل چې جګړه د حل لاره نه ده او په تېره هغه افغانان چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کاوه په تېره په ایران او پاکستان کې دوی هلته ستونزې ولیده د خپل هیواد د خپلو هیواد والو په ارزښت او اهمیت لا پوه شول ځوانانو او ډیری افغانانو خپلې دا هیلې تازه کړې چې ټول به یو بل ته لاسونه ورکوو تر څو نور د دوښمنانو د اور لرګي نه شو او نه باید زمونږ یوه مور یا خور د خپل زوی او ورور په مړي وژاي او نوی نسل یا ځوانان په دې لا باوري شوي دي چې د هر افغان درد او غم د بل افغان درد او غم دی په هېواد کې د یو کس په خوشحالي نور وګړي هم د خوښۍ احساس اخلي او په درد او غم یې ژاړي.

زموږ مشرانو اوسمهال د هیواد په یو شمېر سیمو کې  د ځینو کسانو له خوا یادو برخو ته لمن وهل کېږي  او په دې ټولنه کې د هېواد ټول قومونه په مینه او محبت ژوند کوي دوی یو له بل سره د دوستۍ مزي تړلي دي خو یو شمېر کسان هڅه کوي چې  دوي تر منځ د دوستۍ او ورولۍ مزي پرې کړي او د دوی تر منځ ناورین رامنځته کړي هسې چې خبرې رانه نورې هم اوږدي نه شي اصلي پیغام به وړاندې کړم.

ښاغلیه ولسمشره او اجرایه ریس صیب د هیواد په پروان ولایت کې  د بګرام په لویه ولسوالۍ کې چې له صیادو نه نیولي د بګرام تر دوه سرکې او حتی د کابل په کره باغ، د خیرخانې تر کوتله پورې ډیری کوچیان د څو لسیزو راهیسې ژوند کوي ځینې له پخوا راهیسې ځمکې او جایداد هم لري مګر ځینې د څو لیسیزو راهیسې د همدوی سره د دوستي یا نورو عواملو له امله دیشین شوي دي ځمکې لري کارو بار کوي د دوی  دلته د پلرونو او نیکونو د پاتې کېدو له امله چې اویا اتیا کاله کېږي یو شمېر کورنۍ اوسیږي مګر اوسمهال دوی څو ځلې شکایتونه وکړل چې دوی د پروان ولایت تذکرې واخلي مګر دوی ته اړونده ادره تذکرې نه ورکوي او دا خلک د څو کلونو راهیسې له ستونزو سره مخ دی. یو خوا نه په هېواد کې امنیتي ستونزې شته او ډیر خلک چې تذکرې ونه لري هغوی زورل کېږي مګر دې خلکو ته د پروان اړونده اداره تذکرې نه ورکوی چې تاسو کوچیان یاست  او پخوا چې په پنځوسمو کلونو کې تذکرې ویشل شوی که هغو که ستاسو نیکه یا پلار وي تذکره درکول کېږي کنه تاسو هیڅ حق نه لرۍ.

ښاغلو مشرانو کوچیان ادعا کوي چې دوی د اتیا یا سل کلونو را پدیخوا دلته ژوند کوي او په تېره زمونږ په ټولنه کې تر دې دمه په یو شمېر سیمو  کې دا کلتور ټیت دی چې تذکرې واخلي یا نورو قوانین ته جدي پام وکړي او بل د ملکیت خبره ده  چې د پروان اداره ادعا کوي چې د دوی ملکیت باید ثبت وي خو ډیری ولایتونو ولسوالیو اوسیمو کې خلک اسنادونه لري خو ځمکې او جایداد به یې له دولت سره ثبت نه وي. که خبره نوره هم ښکاره کړم یو شمېر کوچیان وايي چې ځینې کسان شته چې د دوی سره توپیري چلند کوي  او  هغوی ویریږي چې ولي دا خلک د پروان په وګړو کې حساب شي ځکه که سبا کومه خبره کېږي د پښتنو دا برخه به دلته فعاله وي او بیا به د نورو کسانو په ګټه کار کوي نو کوچیان وايي چې د همدې توپیري چلند له امله یو شمېر کسان د پروان په اداره فشار اچوي تر څو مونږ ته تذکرې رانه کړل شي نو دوی له تاسو دواړو مشرانو څخه غواړي چې دا ستونزه پخپله حل کړئ  او کنه  په راتلونکي کې به د کوچیانو او نورو وروونو تر منځ  به په یاد ولایت کې د نفاق اغزې ورکرل شي او د دواړو ډلو ورونو پېښې به په کې سورۍ سورۍ شي نو له تاسو هیله مند یاستو چې دا ستونزه حل کړئ  او په هیواد کې د اسې قومي، ژبنیو او سمتي برخو د نښتو او جګړو مخه ونیسي تر څو دوښمن له دې نقطې څخه ګټه پورته نه کړي.

د ټولو افغانانو د یوالي په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *