تاند- ایراني رسنۍ وايي چې د افغانستان په کونړ کې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې پیل شوي او تراوسه پوري د دواړو خواوو ۱۴ تنه پکې وژل شوي دي.
فارس نیوز خبری اژانس وايي، د افغان او پاکستاني طالبانو په نښتو کې، چې د پنجشنبې په سهار پیل شوې او د جمعې او شنبې په ورځ یې هم دوام وکړ، ۸ پاکستاني او ۶ افغان طالبان وژل شوي دي.
دا اژانس وايي چې په دغو نښتو کې د دواړو سختدریځو ډلو یو شمېر غړي ژوبل شوي هم دي.
خو د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې بیا د طالبانو د ویندوی ذبیح الله مجاهد په قول ویلي چې دا نښتې د طالبانو د سیمه ییزو مشرانو ترمنځ د شخصي اختلافاتو په نتیجه کې شوي دي.
پاکستاني طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو پاکستاني رسنۍ وايي چې له مومند ایجنسۍ څخه پاکستاني طالبان د کونړ لور ته خوځېدلي چې په جګړه کې د خپلو ملګرو ملاتړ وکړي.
د پاکستان سرحدي ځواکونو هم تایید کړې او ویلي یې دي چې پاکستاني طالبان د پاکستان له هغو سیمو، چې د حکومت تر کنټرول لاندې نه دي، د افغانستان کونړ ته اوښتي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې ۷ پاکستاني طالبان پر دیورند کرښه د افغانستان لور ته د اوښتو په مهال د امریکا د بې پېلوټه الوتکې له لوري وژل شوي دي.
دا خو ډیر بد کار شوی
افغان دولت دی عقل سرته راولی او د هرهغه چاسره باید مرسته وکړی چی خبیث پاکستان ته زیا اړوی
که پاکستانی طالبان نه وای نو اوس به زمونږ ددولت حال تر دی دیر بدتر وای
د پاکستانی طالب وژنه د پاکستان راژوندی کول دی