تاند- په امریکا کې ساینسپوهانو داسي پرمختللی مصنوعي لاس جوړ کړی چې له عصبي سیستمونو سره ارتباط یا تماس نیولی شي.
د امریکا د پوځي تحقیقاتو ادارې (دارپا) دا لاس جوړ کړی دی.
ویل شوي چې دا لاس د طبیعي لاس په شان له عصبي نسجونو سره ارتباط ټینګوي او له مغزو څخه په پیغام اخیستلو بېلابېل کارونه کوي.
دا مصنوعي لاس په داسي ډول طراحي شوی چې د انسان له مغزو سره همږغي امرونه ترلاسه او اجرا کړي.