تاند- په امریکا کې څېړونکي بریالي شوي چې داسي ډرون یا بې پېلوټه الوتکه جوړه کړي چې د سمندرونو په ساحلونو کې د نهنګانو موجودیت معلوم کړي.
د امریکا د شمالي کارولینا د چیل هېل او ډوک پوهنتونونو د ساینسپوهانو له لوري دا بې پېلوټه الوتکه د دې لپاره جوړه شوې چې نه یوازې د حیواناتو او د هغو د ژوند چاپېریال په اړه معلومات ترلاسه کړي بلکې په ساحلونو کې له لامبو کوونکو سره هم مرسته وکړي.
د دې پروژې بل هدف د اوبو او د ژوند چاپېریال له مختلفو شرایطو سره د مقابلې په مهال د ډرون یا بې پېلوټه الوتکو دقیقه ازموینه هم بلل شوې ده.
دا تجربه پر مصنوعي نهنګانو شوې ده ځکه چې اصلي نهنګان په اسانه نه شوای موندل کېدای.
تر دې مخکې استرالیايي څېړونکو له بې پېلوټه الوتکو څخه د نهنګانو د تګ راتګ د لوري د معلومولو او دغه راز په ساحلونو کې د انسانانو د ساتنې لپاره کار اخیستی و.