تاند- د ننګرهار والي او امنیه قوماندان وايي چې د دغه ولایت په کوټ ولسوالي کې د افغان امنیتي ځواکونو په پرونیو /شنبه/ هوايي او مځکنیو حملو کې ۱۳۰ داعشیان وژل شوي دي.
د ننګرهار چارواکو دا ادعا تېره شپه په یوه خبري غونډه کې اعلان کړه.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وویل چې له داعشي سختدریځو سره په نښتو۱۰ افغان سرتېري هم وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
کندوز زیاته کړه«تر اوسه پورې د دښمن ۱۳۱ وسله وال وژل شوي دي۳۶ تنه يې په مخامخ جګړه کې او ۹۵ نور په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.»
سلیم خان کندوزي او د ننګرهار امنیه قوماندان زړه ور خان زاهد په ګډه خبري غونډه کې د داعش د غړیو له لوري د کوټ ولسوالي د ۳۰ تنو د برمته کېدو خبرونه رد کړل، ویې ویل چې د جګړې د سختوالي له کبله دا کسان د خپلو کورنیو له نورو غړیو جلا شوي ول خو چې د جګړې اور سوړ شو، بېرته له خپلوانو سره یوځای شول.