ساه یې ژر ژر اخیسته. میرمنې ته یې اشاره وکړه چې د بستر شا لږ رالوړه کړي. هغې ورته وویل:

-مه مه، سر دې مه پورته کوه زه یې درسموم

فدا محمد په زګیروي ورته وویل:

-معاینات …را

-څه یې کوې خو نن دې د وینې د نویو ټسټونو نتیجه راځي

فدا محمد بیا اشاره وکړه چې معاینات ورکړي. ښځې یې په کاچوغه کې جوس راواخیست. ده سترګې پټې ونیولې:

« په ګور کې چې خاورې درباندې واچوي»

اوږده پرې کړې ساه یې واخیسته. ښځه یې سر ته ودریده. ده سترګې درنې پرانیستې. بیرته یې پټې کړې:

« په ګور کې به پوښتنه کوي، د خدای پاک… رسول… »

پوښتنې ته یې څوک راغلي و. د ښځې غږ یې واورید چې ورو یې ورته ویل:

« له غرمې راهیسې کرار پروت دی، سهار لږ ناکرار و»

فدا محمد داسې احساس کړه چې زړه یې ډوبیږي. چې ساه یې راایسته ستوني یې داسې وایسید لکه چې تنګ شوی وي:

« اوف تر دې عذاب خو مرګ ښه دی»

« په ګور کې به عذاب وي… که ننۍ نتیجه ښه وه او ډاکټر وویل چې په عملیات ښه کیږې..»

سترګې یې ورغړولې. میرمنې یې وویل:

« شکر ده سترګې یې رڼې کړې سهار چې یې دوا وربدله کړې ښه پرې لګیدلې »

فدا محمد بیرته سترګې پټې کړې:

« نکیر منکر به مې ولې په عذابوي ما خو له چا سره بد نه دې کړي»

« لمونځونه قضا شوي….»

هڅه یې وکړه چې سترګې رڼې کړي خو خوب پرې زور کاوه:

« ودان زوی مې، ودان کاشکي  پوهنتون خلاص کړی وای»

میرمنې یې ورته وویل:

« ودان به اوس راورسیږي ویل یې چې درس مې خلاص شي راځم»

د فدا محمد ساه ډوبه ډوبه شوه:

« که ژوند همدا و او بیا څه نه و؟»

« توبه، توبه لا اله الا الله ، لا اله … الا.. الله»

ښځې یې پرې غږ کړ:

-ښه یې؟ ښه یې؟

ده سترګې رڼې کړې. میرمنې یې د ده د تندي خولې په دستمال ور وچې کړې.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *