هېواد رفعت

ليکنه: هېواد رفعت

په افغانستان کې د ګوندونو، ډلو، ټپلو رامنځ ته کېدل، دوام او پایښت یو سیاسي هدف او تګلاره نه بلکې د یوې ذوقي او شخصي سیاسي وسیلې په حیث کار شوي او کارېږي.

د یوې ټولنې، قوم، ملت او هېواد نظم و ثبات همدا ډلې ټپلې له منځه وړي چې بدبختانه زموږ د هېواد تر ټولو زیات باسواده قشر په دې مرض اخته دی چې هغه هم بېلابېل علتونه لري،لکه مخکې مو چې وویل له ګونده هر وخت د خپلې ذوقي وسیلې په توګه د څو لوړ رتبه غړيو له خوا استفاده کېږي، لکه په ځینو پوهنتونونو کې د ګوند او ډلې په حساب ځینې محصلان د وړیا امتیاز څښتنان کېږي، حال دا چې حق یې نه وي، په دولتي ادارو کې د چوکۍ او موقف تر لاسه کولو لپاره هم له ګونده د وسیلې په توګه استفاده کېږي.

ځینې وګړي بیا د ړانده قضاوت په اساس د خپلو پلرونو په پیروي د یوه ګوند مریدان جوړ شي او دا ورته ننګ ښکاري چې پلار یې یوه ګوند کې وي او دی یا بې‌پرېپاتې او یا بلې ډلې ته موسکی شي.

کله چې یهودان او عیسوان سره په ضد وو او د عیسویانو شمېر د یهودانو په تناسب زیات و او د یهودو زور نه ورته رسېده، بالاخره له یوه سیاسي تحریکه په استفاده یې په عیسویانو کې ډلې ټپلې رامنځ ته کړې او بیا یې د دوی په منځ کې اختلافاتو ته زمینه برابره کړه چې په دې سره د عیسویانوقدرت اوبه شو او یهودان ورباندې غالب شول.

استاد پسرلی څه ښه وایي:

پټه خوله چې ځې د بل په لاره ته به پاتې يې

ستن به ځان ایستلی وي خو تاره ته به پاتې يې

ډېر کله خو داسې هم شوي چې د ګوند غړي خبر نه وي او د دوی په سرونو لوبې او سوداوې کېږي او بیا په مقابل کې داسې هم کېږي چې مشران یې خبر نه وي کشران د ګوند له نامه په استفاده خپلو شخصي اغراضو ته د رسېدلو لپاره هر ډول لوبو ته ملا تړي.

يوازې نن سبا نه بلکې له لويه سره سیاسي تنظیمونه او ګوندونه زموږ د هېواد په زیان تمام شوي او تمامېږي.

د ګوند یا تنظیم غړیتوب په دې مانا چې ګواکې جوړو سترګو ته عینکې واچول شي او چې هر څه وینو د همدې عینکو په زاویه ورته وګورو، مجبورا باید د ګوند پالیسي عملي کړو.

که له اسلامي ليدلوري ورته وګورو، دلته همد یووالی او اتحاد شوی حکم شوی، زموږ په هېواد کې ښه او لازمه ده چېتر خپل لوی تعريف «اسلام» لاندې سره راټول شو او یو د بل د درد لپاره درمل شو.

دا چې ځینې روغ ړانده دا دعوه لري چې رسول الله ص په وخت کې به چې په غزاوو کې اصحاب‌کرام په ډلو وېشل کېدل، موږ هم باید هدف ته د رسېدلو لپاره ډلې ډلې شو. ښه!  هغه وخت خو ډلې رامنځ ته کېدې، بلکې هدف یې یو او واحد و او الله پاک به هم سپېڅلې بریا ورنصیب کړه؛ نو هغوی چې تنظیمونه جوړوي لومړی یې اهداف یوشان نه وي او بیا که ورته هم وي، همدا تنظیمونه یو د بل دومره مخالف شي چې تقریباً خپله ټوله انرژي یو د بل په ختمولو او ريښو وهلو تېروي. دا يې هېره شي چې ګوند و تنظيم د څه لپاره را جوړ شوی و، يوازې د مقابل ګزار او دفاع په هدف بدله شي.

په افغانستان کې تر اوسه یو ملي او سرتاسري ګوند نه‌شته چې د کامل اعتماد وړ وي او هغه کسان چې غړیتوب یې لري د هغوی اړه مې مخکې وویل چې تقریباً ټول یې د شخصي ګټو لپاره د وسیلې په توګه استعمالوي.

په افغانستان کې دوه ډوله ګوندونه موجود دي؛ لومړی هغه قومي او نظامي جوړښتونه دي چې د جهاد له وخته تر اوسه پاتې دي او دويم هغه ګوندونه دي چې د خارجي موسساتو له خوا ایجاد شوي او په ملت کې هيڅ ډول نفوذ نه لري.

د افغانستان ټول ګوندونه یا په فرد کې خلاصه دي یا په یوه ولسوالي يا په یوه یا دوو ولایتونو کې، یا خوله یوه قوم سره اړیکه لري او یا په سمت پورې تړلې وي او داسې سیاسي ګوندونه هم شته چې خاصه مذهبي بڼه لري، خو د پردې شاته بیا همدا مذهب د خپلو اهدافو لپاره کاروي.

نن سبا په افغانستان کې موجود سیاسي ګوندونه اجتماعي سازمانونه اونورې مدني ټولنې چې فعالیت کوي هریویې دافغانستان داسلامي جمهوریت د وضع شويو قوانینو په چوکاټ کې د خپلې اساسنامې اومرامي اصولو پر بنسټ او لهعدلیې وزارت څخهتر جواز اخیستلو اورسمي ثبت وروسته په فعالیت شروع کوي، سوال دلته پیداکېږيچې سره له دې چې دقوانینو پر اساس هیڅ یو سیاسی ګوند اویا ټولنیز سازمان اجازه نه لری چه نظامي تشکیلات ولري، ولې بیا هم ځینې سیاسي ګوندونه ځانته نظامي تشکیلات او د وسلو ګودامونه لري چې تر ډېره د هېواد په ناامني، ویراني او ګډوډۍ کې دوی خپله لوی لاس لري، مګر ارګ، د ملي امنیت شورا او څارنوالي یې په مقابل کې خاموش دي، له دې مالومېږي چې په افغانستان کې اوس سیاسي ګوندونو ته هيڅ ضرورت نه‌شته،ځکه موږ داسې دولتي اداره نه لرو چې پر دغو ګوندونو څار وکړي.

د دې لپاره چې د یوه واحد هدف لپاره مبارزه وکړو، لازمه ده چې ټول وګړي لاس په لاس او اوږه په اوږه د واحد او سپېڅلي هدف لپاره بې له کوم امتیاز او موقف په پام کې نیولو سره پر مخ لاړ شو.

« وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا» [ال عمران ۱۰۳]

دا معمول ده چی سیاسي ګوندونه او ډلې ټپلې دقدرت اوواک ته درسېدو لپاره سره ایتلافونه کوي، یودبل ملاتړ کوي اوشریک ټیمونه جوړوي،مګر په اسلامي ټولنه اوهېواد کې هرهغه ایتلاف چې داسلامي روحیې،عقیدې اوفکر په لحاظ ترسره شي، ترټولوهغوایتلافونو اوټیمونونه چې دژبې،قوم،توکم،سیمې اویانوروبرنامو اودغیراسلامي ایډیالوژيو اونظریو پراساس رامنځته شوی وي کلک،پیاوړي اونه‌شلېدونکي وي؛ نو ښه دا دهچې موږ د ژبې،رنګ،قوم اوسیمې پرځای د اسلامي عقیدې،اسلامي فکر،اسلامي تګلارې اواسلامي مشترکاتو پراساس یودبل ملاتړاوایتلاف جوړکړو څو داسلامي سیاست په رڼا کې خپل هېواد کې خپلو خلکو ته په مشروع اوسالمه توګه خدمت وکړو.

2 thoughts on “ګوندونه؛ احتمالي ګټې او يقيني زيانونه”
  1. سلامونه،
    ګران “رفعت” هیواد جانه! ډیرې ښې، مهمې او په اوسنیو افغاني شرایطو کې ضروري او حیاتي مساءلې ته دې اشاره کړې ده.
    قرآن کریم کې د :`الا ان حزب الله هم الغالبون ` فرمایل سوي؛ او پر ضد ېې حزب الشیطان><!
    خو که د افغانستان پخوانیو ګوندونو ته وګورو، دټولو مرامنامو کې د اسلام ذکر سوی او که چپ یا راست (کیڼ یا ښي) لاستي وو ، ډیرو د خلکو، وطن او ترقۍ لپاره ډیرې قربانئ ورکړي او لا هم ېې ورکوي،؛ مګر اصلي پرابلم په خارجي مداخلو، اشغالاتو او تجاوزاتو + د رهبرانو تیروتنې او ځان ځانۍ، او هم ستا خبره کله کله د صفوفو(مرشدینو او مقتدیانو ) بیځایه انتقادونه او غوشتنې او بیا د دولت نه کنترول! ، د ګډوډیو، بربادیو او انارشیزم لامل کیژي.
    دعا به وکړو چې د دې مبارکې میاستې په برکت ، زمونږ خلکو کې انساني+اسلامي+افغاني یو او متحد حزب یا ګوند پیدا کړې. آمین

  2. که یو ګوند یا صف ، مسلمان ملت او ملی ګټو ته ژمنتیا ونلری او خدمت یی د تقرب الی الله لپاره نه وی ، دګوند د غړو لپاره سالم تربیتی پروګرام نه وی او غړی یی نسبت نورو ته اخلاقی برتری ونلری او نور حمیده اخلاق او عملی امتیازات ونلری او په ټوله کی سالم خط او اهداف تعقیب نکړی حزب یا تنظیم ورته نشو ویلی هغه به یوه ډله وی دنورو غیر انسانی او رذیله اهدافو لپاره لکه انحصار ، رشوت ،غصب ،تالان ،غلا ،اختطاف ، فساد ، جنایت او معاملی د مال او منصب د حصول لپاره ، نو دا ډول ډلو ته که هر نوم ولری تنظیم یا حزب ورته نشو ویلی او مشروعیت هم نلری ، ځکه چه د انسانیت اوملت لپاره مفیدیت نلری او محدود ټیکه داران تری مالی ګټه اخلی او اسباب د فساد او جنایت زیاتوی .
    نو باید اوس علما او شرعی مراجع دی ووایی چه آیا حزب جوړول په اسلام کی مشروعیت لری که نه ؟
    که یی لری په کومو شرایطو؟
    آیا احزاب د حکومت له خوا څارل کیږی که لکه وحشی داړونکو غوندی ملت ډاړی او څوک ورته کوری هم نشی ویلی؟
    مع الاسف اوس لکه ان جی او هر شیر او ګیډړ حزب لری ،څارنه یی نشته ، وزارت عدلیه د څارنی پروګرام نلری ځکه هغوی هم د همدغو مشروع او نا مشروع حزبونو غړی دی او هر مسلمان او ملحد ته یی جواز ورکړی نه معیار شته اونه څارنه ، روابط حاکم دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *