تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دوو جلا پېښو کې په پکتیا او میدان وردک ولایتونو کې ۸ بم اېښودونکي د خپلو بمونو په چاودنو وژل شوي دي.

د دغه وزارت په وینا پنځه بم اېښودونکي، چې غوښتل یې د پکتیا په یوه جومات کې چاودنه وکړي، په خپل بم ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا کسان تېر ماښام /یکشنبه – جون۲۶/ د سید کرم ولسوالي د خوشالخېل کلي په یوه جومات کې د بم اېښودلو په مهال ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت په وینا په دې پېښه کې څو تنه نور «ترهګر» ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په ورته پېښه کې، چې د میدان وردک ولایت د سید اباد ولسوالي په کج کلا کلي کې وشوه، ۳ ترهګر د بم اېښودلو په مهال ووژل شول.

تر دې مخکې هم په ځلونو د دولت وسله وال مخالفان په لارو کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو په ترڅ کې په خپلو ماینونو وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د بم اېښودونکي د بم اېښودو د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي.

One thought on “د کورنیو چارو وزارت وايي، ۸ بم اېښودونکي په خپلو بمونو ووژل شول”
  1. دا هم د روژې مبارکې میاشتې برکت دی چې نورو ته کوهی کیندونکی په خپله څاه کې لویدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *