سرتاج عزیز

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وویل چې لا هم په ښو او بدو طالبانو باور لري.

ده نن /دوشنبه/ وویل چې د پاکستان حکومت طالبان په دوو «ښو» او «بدو» ډلو ویشي او هڅه کوي چې ښه طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي.

ده په عین حال کې وویل چې طالبان په اوسنیو شرایطو کې د سولې خبرو پیلولو ته تیار نه دي.

پاکستان هغه طالبان چې د دغه هیواد په خاوره کې جنګېږي، بد طالبان ګڼي خو هغوی چې په افغانستان کې جنګېږي ښه طالبان بولي.

د افغانستان حکومت په ځلونو پر پاکستان په دې خاطر نیوکه کړې او دا هیواد یې په دوه مخې پالیسۍ تورن کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار وویل چې پاکستان د طالبانو پر ضد په ټولو قبایلي سیمو کې د سختو اقداماتو پرېکړه کړې ده.

د ده اشاره پاکستاني طالبانو ته وه چې د پاکستاني پوځیانو او ملېشو پر ضد جنګېږي.

سرتاج عزیز همداراز وویل چې د اسلام اباد د هڅو په نتیجه کې د اتومي تامین (NSG) په ډله کې د هند د غړیتوب مخه ونیول شوه.

ده وویل چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف د دې ډلې ۱۷ مشرانو ته لیک استولی و او له هغوی یې په کلکه غوښتي و چې هند د غړي په توګه ونه مني.

2 thoughts on “سرتاج عزیز وايي، پاکستان طالبان په ښو او بدو ډلو ویشي”
  1. Taand minawalo ta salamooona
    Dagha der monafiq shakhs da albata tol hewad aksara wagari e minfiq de fakistan ba pa hes soorat ke hagha policy ekhtiar na kri che haghi sara Afghanistan ke aman razi pa hes soorat ke afghanan etimad wana kri pati de gran dost hewad india de ncg gharitoob hagha e ter lasa kri faqat durogh wai aw bas daghish de fakistan bala porozha da bayad Afghan hokomat dagha bandi poh she aw zar la minza yoosoi aw pa Kunar pa sind bandi the loy dam gham wookhri.
    Manana

  2. توبه خدایه ! تاسی دی منافق خبرو ته ځیر شی، اوس هم د ښه او بد خبری کوی، ټول ستا دی خو چی څوک تاته خدمت کوی او
    ستا ګاونډیانو ته مضر دی نو شه ورته وایی، یوه ډله چی تاسو روزنه ورکړی اوس مو امر نه منی او خدای تاسو ته خپله بلا .کړیدی هغوی ته بد وایی، نور نو بس کړه مکاره امریکا په هیڅ صورت په دروغو بودیجه نه درکوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *