زما یوګاونډی تقاعدي  امریکایې ډګروال دی ، ښه لوی کور، ښکلی موټر ، دکورني کارلپاره   تایلندۍ مزدوران دا ټول لري ، خو میرمن نه لري ، کلونه مخکې  نه پوهیږم چي ترې بیله شوې اوکه مړه شوې ، یوځل مې کله پوښتنه ترې وکړه خو یوازې یوه لنډه جمله یې  ترخوله راووته چی  :

ـ شې هز ګان ، هغه لاړه …

  داڅو ورځې دمخه مې  لکه چې زموږ افغانانوعادت دی بیا دسهار په لومړیو کتو کې خوله ورغلطه شوه  د زوی اولورپوښتنه مې ترې وکړه ، چې بیا یې په یوه لنډه جمله کې ځواب راکړ :

ـ  یو زوی لرم بس …  کیدای شي  ته یې هم وګورې …

زه او دی هم ډیرنه سره غږیږو ، یوازې کله کله چې کومه نوې خبره د نړۍ او افغانستان په اړه واورې ، بیانو غږ راباندې وکړي چې :

ـننی تود  خبر د واورید ؟

زه هم په لنډو ځواب ورکړم :

ـ هو …

 سږ د مارچ د میاشتې  وروستې لسیزه وه چي یوه ورځ یې ښه فیشن کړی و ،  د لوکسې درشۍ پرځای یې ځانګړی ډول کالي چې ده خپل دودیزکالي بلل  اغوستې وو ، جالبه خو داوه چی د پطلانه پرځای ده هم لکه د میرمنو غوندې مینی ژوب   ښکلې لمنه اغوستی وه ، په ډیره خوشالۍ یې غږ راباندې وکړ ‎:

ـ نن مې ۷۲ کالیزه ده ، له خپل زوی سره  په میله روان یم …

ما هم ورغبرګه کړه :

ـ مبارک مبارک ، ډیره ښه زیری او ښکلی کالي ، ډیرښه ،  زوی  دې درپسې راځي  ؟

ـ هی بابا ، ته نه پوهیږې چې زه  زوی موی نه لرم ، دغه  شارلي دی او زه  پرما دی تر زوی هم ګران دی …

زه تر دغې شیبي پورې خبرنه وم چې دی خپل سپي  (شارلي ) ته  زوی وایي …  خدای شته چې لږ ورته کم شوم ،  هغه  یې تربند نیولی ، د خپل ژوند او کړو وړو  ، ۷۲ کاله اوږده مزل پرځای یې له ماسره د هغه د وفاوو او کارنامو اوږده کیسه په تلوتلو کې په خورا لیوالتیا سره پیل کړه .

زما ګاونډۍ د امریکایي پوځ  ډګر وال دی ، ډیربهادرۍ هم لري ، په عراق او افغانستان کې یې هم  شپې ورځې تیرې کړې دي . ده چې کله د خپل  شارلي يه اړه تفصیلات را کول نو یویو ځای به د هغه د کارنامو د یادولو په ترڅ کې ویاړن موسکی شو او کله به یې له ویاړه ډکه خندا هم ورسره مله کړه خو کله  یې چې په افغانستان کې د هغه په اړه معلومات راپیل کړل ، سترګې یې له اوښکو راډکې شوې  او د څو شیبو لپاره یې خپله خبره هم بنده کړه …

داچې شارلي افغانستان لیدلی و ، رښتیا پرماهم ښه ولګید ، ورنژدې شوم ، خپل کیڼ لاس مې پرې راتیرکړ ، سره له دې چې زما له سپیو سره جوړه نه ده ، خو داچې  دافغانستان شمال پرې لګیدلی و ، رښتیا پرما هم  ښه ولګید ،او هغه د لیلې مجنون کیسه را یاده شو چې مجنون به د لیلې د کلي د سپي  پر دیدن هم نه مړیده …

 په هرډول د ګاونډې ستونی مې لاهم له غریو ه ډک و ، خوزه لږ نورهم شارلي ته ورنژدې شوم ، ومې غوښتل چې غږ یې واورم ، همداسې مې تر پښو تاویده  را تاو یده ، خو غږ یې تر خوله نه  راووت … هغه څه چې  ډګروال  ته هم دده په همدغه  ستونزه باندې تل ژړا ورتله …  او هغه په رښتیاهم ګونګی و … خو په منډو، تلو راتلو او له خلکو مینه او درناوي غوښتلو کې بیاهم بد نه و.

ډګر وال خپلې کیسې ته دوام ورکړ چي شارلی له ده سره  په بوسنیا او عراق هم و، خو اوس لکه ډګر وال غوندې هغه هم  زوړ شوی و ، خو په اصل کې دی هم څه ساده سپی نه و،  نوم یې درلود ، رتبه یې درلوده  او له هغو تعلیمې سپیو څخه و چې  د امریکا په پوځ کې روزل شوی و ، په عراق کې یي هم په خپله دنده کې بریالی و ، هلته یې لا یومدال مدال هم اخستی و، داچې د ډګروال د پوځی ټولګی اړوند و کله چې دوی افغانستان ته واستول شول ، دی یې هم له ځان سره هلته بوت ، لاهم ښه فعال و ، په هلمند کې یې  د لسګونو قاچاقچیانو کورونه ور خراب کړل  ، په لسګونو ټینه  نشه توکې  په بیلابیلو ځایو کې  وموندل ، سپی نه و ، تیار د نشه یي توکونو کاشف او پوه و ، چې یوه ذره هم چا نه شوای تر تیرولای …

د قاچاقو ما فیا د شارلی دکمال په دغه رمز باندې پوه شوې وه ، یو ې ډلي چې د شارلي له لاسه یې ښه درزونه خوړلی وو ،  یوه ورځ  یې مخکې تر دې چې خپله تلاشۍ  پیل کړي  دکومې لارۍ  په منځ کې  څه پوډرغوندې شی  ورته ایښې ول ، نه پوهیږم چې څه به  وو ، خوچي کله یې  تر خولې او سپږمو شول  ، ځای پرځای ولوید ، او بی حاله شو ،  پوځیانو منډه کړه ، چې دموټرله  چلونکی او نورو پوښتنې وکړې او پلټې چی دا څه شې وو چې شارلی پرې یو نا څاپه  بی سده شو ،  خو هلته اوس د سرو مورچکیو له سرخلاص ډبلي پرته بل څه نه ترسترګو کیدل ، سره مرچکي لکه اوړه د اسې میده شوې هلته ایښې وو ، داسې ویل کیدل چې همدغو سرو مرچکیو  چی کله ده  پرسپږمو کش کړي وو  له حاله ایستلی و ،  موټرچلونکي او نورو ټولو ویل دامرچکی دی …  هغه څه چې موږ یې هره ورځ له خپلې عادي ډوډۍ سره خورو… خو وروسته ډاکترانوویل چې نه  له مرچکیو سره  چې د افغانانو کشف و څه نورهم وو … داچې مرچ وو او که نورڅه شارلي یوه یوه نیمه میاشت د ژوو  د ډاکترانو تردرملنه لاندې و ، خو کله چې لږ سروحال هم شو ، بیاهم جوړ نه شو  او نه ددې شو چې لوی قا چاق دې په سختو ځایونو لکه د پخوا په شان په نښه کړې ، ځکه نو نورد کار نه و …  ما پوځ ته وړاندیز وکړ چې زه به یې ترڅو ژوندی دی له ځان سره وساتم … ځکه نو تراوسه پورې راسره دي ، غږ یې اوس هم له خولې نه راوځي ، کله کله  غیرنورمال حرکتونه کوي  اوداهم هغه اغیزدی چی ده  ته له افغانستانه وروسته  ورپاتې شو …

یوه خبره چې زه تل دډګروال  په خبرو او خاطرو کې ورته ځیروم داوه چې ما کله هم له ده څخه دهغو امریکايی پوځیانو پرمړینه څه وانه وریدل ، هغوی چې دده ترقومانده لاندې په عراق او افغانستان کې دهیڅ لپاره وژل شوي وو … او داسې ښکاریده چې دهغوی ژوند دده ترشارلي ډیرمهم اوقیمتي نه و…

ما چې د ډګروال  دغه غمجنه کیسه  دده د زیږیدو په دغه خوشاله ورځ وا وریده ، بښنه مې تر ې وغوښته ، په دې چې نن دده د   د زیږیدو ۷۲ یمه کالیزه وه هغه نن باید  د دومره درنې خواشینۍ احساس نه وای کړی … خو له دې سره سره هم ما باید  ده ته تسل ورکړی وای او دده د تسل په خاطر مې بایدیو ه خبره ورته کړې وای، ځکه مې په لنډو کې ورته وویل چې:

ـ  ته باید د خپلې زوکړې په دغه خوشاله ورځ د داسې خواشینې احساس ونه کړې په افغانستان کې دا لویه ستونزه  اوسنۍ نه ده ، پرهغه مهال چې موږ ځوانان وو او روسانو پردغه هیواد باندې یرغل وکړ ، روسۍ پوځیانو هم ښه تعلیمافته سپي درلودل ، ډیریې پرې ویاړل خو کله به یې چې یوه موده دلته تیره کړه ، بیا به یې نه نوم و ا و نه نښان …. زموږ پلرونه به ویل چې  یومهال د انګریزې سپو هم دلته همدغه حال و … هغوی ته یې پلرونه وویلي وو چې یو مهالدلته دفارسي اوعربي سپیو هم ښه ورځ په برخه نه و ه  ‎…

ډګروال چې د خپلې مینې ژوب ډوله لمنې کمربند چې تر خیټه یې را کښته شوی و کلکاوه ، راته وکتل ،  په خندا شو  او راته ویې وویل :

ـ ته خپه کیږه مه ، افغانان ښه خلک نه دي …دوی له سپیو سره ډیره بده رویه کوي … هو له سپیوسره … خو زه باورلرم چې دوی به هم ترهغو ښه ورځ ونه ګوري ، ترڅو د سپیو په قدر نه وي پوه شوې …

ما ورته وخندل :

ـ ته رښتیا وایې خو نن دې ۷۲ کالیزه مبارکه …  له شارلي سره  دې ښاد او خوشاله اوسې …

ادمنتون  کانادا  ۲۰۱۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *