تاند- مایکروسافټ کمپنۍ یوې ښځې ته ۱۰ زره ډالره تاوان ورکړ ځکه چې کمپیوټر یې وینډوز ۱۰ ته د اپ ډېټ کېدو په وجه له کاره لوېدلی و.
د کمپیوټر خاونده تیري ګولدستین وايي:«زما وینډوز ۷ کمپیوټر په اتومات ډول، بې له دې چې له ما څخه اجازه واخیستل شي، ویڼدوز ۱۰ ته اپ ډېټ شو.»
دا، چې د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې اوسي، همداراز وايي، له اپ ډېت کېدو سره یې کمپیوټر له کاره ولوېد، او نه یوازې کمپیوټر خراب شو بلکې د دې کار وبار، چې په کمپیوټر یې کاوه، له ځنډ و خنډ سره مخامخ شو.
مایکروسافټ د خلکو اووم او اتم وینډوز په وړیا ډول لسم وینډوز ته اړوي.
یو شمېر خلک نه غواړي چې په ځانګړي ډول وینډوز۷ یې په لسم واوړي ځکه چې د دوی کمپیوټرونه زاړه دي.