که د افغانستان دې وروستۍ لسیزه چې دبدلون لسیزې په نوم هم یادیږي وګورو نو په ډیرو برخو کې یې پرمختګونه او بدلونونه کړیدي؛ چې له هغې جملې څخه یو پرمختګ او مثبت بدلون د اساسي قانون د ۳۴ مې مادې پر بنسټ دبیان آزادۍ د حق تضمین دی چې وګړو ته ورکړل شويدی، د رسنیو فعالیت یو بل مهم ګام دی چې ساری یې په تیر تاریخ کې نه لیدل کیږي.
خو که موږ وګورو خلک د بیان آزادۍ له حق څخه ناوړه استفاده کوي د خپلو ناوړه او شمو اهدافو د ترلاسه کولو له پاره حکومت تخریبوي، پدې لیکنه کې زه نه غواړم چې د بیان آزادۍ او د رسنیو په فعالیت باندې بحث وکړم ولې هغه څه چې زه غواړم بحث پرې وکړم په رسنیو کې د کارپوهانو د شننو، نظریاتو او مشورو وړاندې کولو بحث دی.
چې هره ورځ د هر اړخیزو چارو نوي کارپوهان را پیداکیږي او له ټلویزیونونو او راډیو ګانو څخه هر څه چې زړه يې غواړې وړاندې کوي یې؛ په افغانستان کې هر هغه څوک کارپوه دی چې ښې خبري وکړای شي، دا نه ده مهمه چې کارپوه په کومه برخه کې زده کړې کړېدي، په کومه برخه کې تخصص لري، مسلک يې څه شی دی او په کومه برخه کې تجربه لري.
په افغانستان کې د کارپوهانو په نامه چې کوم کسان له رسنیو سره مرکې کوي دا څو ډلې دي چې هره ډله يې دیوې سرچینې او هدف لپاره کار کوي.
لومړی ډله کارپوهان د واکمن نظام په ګټه خبري کوي له ډيرو ستونزو او ننګونو سترګې پټوي، ولس ته همدا وایې چې دا یو بریالی نظام دی چې ساری په نوره نړی کې نشته، دغه ډله کارپوهان که چیرې هغه شته ستونزې او ننګوني د ملت سره شریکې کړی چې حکومت یې په له منځه وړلو کې پاتې راغلی دی، نو ملت ته باید واقیعت ووایې تر څو ولس هم د شته ستونزو او ننګونو په له منځه وړلو کې د حکومت سره همکاري وکړي.
که چیرې همدغه ډله کارپوهان یوازې مثبتې څرګندونې او شننې وکړي؛ ستونزې به لا پسې ډیرې شي او د حکومت او ملت ترمنځ به نور هم واټن ډیر شي.
دویمه ډله کارپوهان د پخواني حکومت چارواکي دي چې اوس دندې نلري او یو مخیزه دا حکومت تخریبوي او ددې حکومت په لاسته راوړنو باندې سترګې پټوي؛ سمه دا حکومت به نیمګړتیاوي لري، نیوکه د پرې وکړې خو داسې نیوکه چې اصلاح رامنځته کړي، د ستونزو دحل په موخه ورته مشوره ورکړي نه دا چې د خپلو شمو او ناوړه اهدافو د ترلاسه کولو له پاره يې تخریبوي.
دریمه ډله هغه کارپوهان دي چې د نورو هېوادونو په سفارتخونو او استخباراتو له خوا ورته خام مواد ورکول کیږي او دوی یې هم د کارپوهان په نامه په خپله ژبه بیانوي دمثبت او منفي تفکیک نشی کولای؛ هغه خبري کوي چې د پردیو ګټي خوندي کوي، دیوه هېواد په پلوۍ خبري کوي او دبل هېواد پر ضد نظریات وړاندې کوي.
څلورمه ډله هغه کارپوهان دي چې د ګوندونو او ډلو ټپلو سره اړیکې لري چې سرچینې یې بهرنۍ وي خو فعالیت او مبارزه یې بیا په افغانستان کې د قدرت ترلاسه کولو له پاره وي، دغه ډله کارپوهان دهېواد دخپلوواکۍ،اتلولۍ، ټولې کارنامې او ویاړونه خپل بولي مخالف ګوند او ډلې بیا دهېواد د تخریب او ورانۍ لامل بولي، دغه ډله کارپوهان اکثریت یې په کورنیو جګړو او ناخوالو کې لاس لري؛ خو اوس د کارپوهانو په نامه په هرڅه خاوري اړوي.
پنځمه ډله هغه کارپوهان دي چې موضوع د علمیت،تخصص، مسلک او تجربې له مخې تر څیړنې او شننې لاندې نیسې او په اړه یې ملت ته مالومات وړاندې کوي، دکارپوهانو پورته یادې شوې ډلې بیا دغه ډله کارپوهانو ته دلیونیو خطاب کوي، خو په حقیقت کې اصلي کارپوهان همدغه دي، چې د علمیت، تخصص، مسلک او تجربې په اساس ښه تحلیل لري او دقیق نظریات وړاندې کوي.
شپږمه ډله هغه کارپوهان دي چې کارو بار نلري، غواړې د رسینو له لارې ځان مشهور کړي په چا نیوکه کوي او دچا صفت کوي، هدف یې یوازې دا وي چې د همدې لارې ځانته مصروفیت پيداکړي، دغه ډله کارپوهان همیشه د لوړو پوړو چارواکو صفتونه کوي، کله چې دنده پیدا کړي نو بیا له رسنیو بې درکه شي.
وړاندیز مې رسنیو ته دا دی چې د ژورنالیزم دټولو معیارونو، اصولو، ژانرونو او قوانینو په نظر کې نیولو سره سم خپرونې جوړې کړي هر چاته وخت ورنکړل شي چې ټولنې وګړو ته غلط پیغام ورسوي؛ بلکې هغه چاته د کارپوه په حیث وخت ورکړل شي چې د خپرونې د موضوع په اړه علمي پوهه ولري او وکولی شي دیوه واقعي کارپوه په حیث ټولنې ته دقیق او له مانا ډک مالومات ورکړي.
منندوی مو يم