په رسنیو کې له یوې ډمې سره د پاکستاني مفتي قوي د فحاشۍ د ویډیو له خپرېدلو اونۍ نه تېریږي چې د پنجاب پنځوسو مفتیانو په دغه هیواد کې له ایجړاګانو یا نرښځیانو سره د نکاح فتوا ور کړه.

په پنجاب کې د اتحاد امت پاکستان نومي سازمان  مشر ضیالحق نقشبندي وايي، له ۵۰ ډېرو مفتیانو فتوا ورکړې، چې هغه نرښځي، چې بدن کې یې د ناروینه وو نښې نښانې ډېرې وي، له هغو نرښځو سره نکاح کولی شي، چې بدن کې یې ښځينه نښې ډېرې وي.

د فتوا له مخې ویل شوي، چې عام نارینه او ښځينه هم له هغو نرښځو سره کوون(نکاح) کولی شي، چې د بدن علامات یې څرګند وي.

د فتوا دا پورتنۍ برخه د پېغمبر محمد مصطفا ص له هغه حدیث سره په ټکر کې ده، چې وايي، د ښځې یا مېړه کولو په مهال د مقابل لوري ټولنیز حیثیت او مقام ته هم وګورئ.

د پېغمبر مطلب دا دی چې له ښې کورنۍ او اصیلې ښځې یا سړي سره واده وکړئ، خو پاکستاني مفتیان د داسې خلکو سره د خلکو نکاح روا بولي، چې کم اصل، فحشا خوروونکي او پرېوتی ټولنیز حیثت لري.

د مفتیانو بله خبره هم له اسلام سره په ټکر کې ده، ځکه دوی له حکومته غوښتي چې د نرښځو حقونو ته درناوي وکړي، ځکه په وینا یې دا یې مسوولیت دی.

د دوی دا غوښتنه ځکه ده، چې خلک له نرښځو بد وړي، خلک په دې دلیل له دوی بد وړي چې د پيسو په بدل کې ګډیږي، خلک پرې جنسي تنده ماتوي او په یو نه یو ډول د ناروا جنسي شوق پارولو او سړلو عامل دي.

په داسې حال کې چې پېغمبر وايي، که یو بدعمله انسان ووینئ، اول یې په لاس له بد کار منع کړئ، که مو وس نه وي، په ژبه ورته ووایئ، چې دا کار مه کوه، او که مو دا هم له وسه نه وي پوره کرکه ترې وکړئ.

پېغمبر دا دریمه ځانګړنه د کمزوري ایمان د خلکو نښه بولي، خو د پاکستان مفتیان اوس هڅه کوي چې خلک د کمزوري ایمان له درجې هم وغورځوي.

افسوس زما په جاهل طالب چې لا هم د همدغو مفتیانو په لارښوونه چې په خپل هیواد کې د فحشا او زنا خورولو په ملاتړ فتواې ور کوې، ګران افغانستان ورانوي، پښتون وژني او د پرمختګ خنډ یې کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *