تاند- د بریتانیا د کمبریج پوهنتون څېړونکي د ودانیو د عمر او مقاومت د زیاتېدو لپاره د مصالحې په توګه د مصنوعي هډوکو په جوړولو کار کوي.
د یونایتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ساینسپوهان وايي چې د مځکې د هوا د تودېدو له کبله په ودانیو کې کارول کېدونکی کانکرېټ، سمینټ او پولاد مقاومت له لاسه ورکوي نو پکار ده چې داسي مواد جوړ شي چې که مځکه نوره هم توده شوه، د ودانیو پایښت ډېر کړي.
دوی وايي چې د ودانیو د اوسنیو موادو یعني کانکرېټ او پولاد په جوړولو کې له ډېرې انرژۍ څخه کار اخیستل کېږي او پر دې سربېره دا دواړه مادې ډېر ګلتوني ګاز خپروي.
که څه هم یو شمېر څېړونکي هڅه کوي چې کانکرېټ او پولاد له ژواک چاپېریال سره عیار کړي څو تاوان یې لږ شي خو د دې تر څنګ په کمبریج پوهنتون کې ساینسپوهان هڅه کوي چې له هډوکو او د هګیو د پوستکو په شان موادو څخه د ودانیو په جوړولو کې کار واخلي.
د دغه پوهنتون د ژواک د چارو انجنیر مایکل اوین وايي، له خپلو همکارانو سره د مصنوعي هډوکو او د هګۍ د پوستکي پر جوړولو بوخت دی.
دی همداراز وايي چې په عین وخت کې ودانیو د مصالح په توګه د دغو موادو پر ازمویلو کار کوي.
په همدې حال کې د کمبریج پوهنتون د کرنې د چارو متخصص ډاکتر مایکل رامیج په وروستیو کې له لرګیو څخه په استفادې د ۸۰ پوړیزې ودانۍ د جوړولو ډیزاین وړاندې کړی دی.
حاضر دمه په اروپايي او امریکايي هیوادونو کې د هستوګنې اکثره دوه منزله او یو منزله ودانۍ له لرګیو جوړېږي یا لرګي تر ټولو زیات پکې کارول کېږي خو تراوسه پوري کوم اسمانڅوکی له لرګیو نه دی جوړ شوی.