خبرپاڼه –
تاریخ: 8 سرطان 1395
کابل افغانستان : د سوداګریزو او صنایعو خونو رهبرۍ شورا نن د اجرائیه رئيس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې ناسته وکړه او په دې خونه کې یې په شته ستونزو بحث وکړ.
په پيل کې د سوداګریزو او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزي خبرې وکړې، د دې ادارې په وضعیت او ستونزو یې بحث وکړ. الکوزي هغه دلایل وړاندې کړل، چې له امله یې د دې ادارې ټاکنې ځنډېدلي دي. همدرانګه د صنعت کارانو د ټولنې مشر شېرباز کمین زاده وویل، چې دوی په سوداګریزو او صنایعو خونو کې خپل ځان نه ویني او له ولسمشر نه یې د جلا اتاق د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هدایت ورکړ، چې د سوداګریزو او صنایعو خونو مشرتابه دې کېني او په ټولو مواردو دې بحث وکړي. هغه وویل، په خپل منځ کې مسایل حل کړئ، حکومت مو په چارو کې لاسوهنه نه کوي، خو مرسته او همکاري درسره کوي. اجرایوي رئیس وویل، چې د سوداګریزو خونو له خپل منځۍ ناستې وروسته به له هغوی سره وګوري او ستونزې به حل شي.