په اروزګان کې ۴ ورانکاري ونیول شول

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٥-٤-٨

کندهار، افغانستان- د کندهار د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له لوري درې  تنه ترهګر چي د کندهار ولايت په بېلابېلو برخو کي يې ترهګريز فعاليتونه ترسره کول، ونيول سول.

د يادو کسانو هويت په دې ډول دى،  روح الله د آغا جان زوى اصلي دکندز ولايت د دشت ارچې ولسوالۍ دبابړانو دکلي او فعلي دکندهار ولايت دشاوليکوټ ولسوالۍ د پاى ناوې دکلي اوسيدونکى، ميرويس مشهور په ضياوالحق د جان محمد زوى اصلي او فعلي داروزګان ولايت دمرکز اوسيدونکى او حضرت الله دامين الله زوى اصلي او فعلي دکندهار ولايت دشاوليکوټ ولسوالۍ دکندلانو دسيمي اوسيدونکى.

يادو کسانو دکندهار اروزګان پر لويه لار دامنيتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروانونو باندي مسلحانه بريدونه طرح کول ، همدارنګه په شاوليکوټ ولسوالۍ کي دعامو خلکو څخه په زور او جبر دعشر او زکات په نامه سره نقدي پيسي او خوارکي توکي اخستل، چي دملي امنيت منسوبينو له لوري دموثقو اوپراتيفي معلوماتو په نتيجه کي نيول سوي ،دغو ترهګرو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.

وسله وال ترهګر تل هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغان ولس ناارام وساتي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *