اې ظالمه ته خوني يې ، بد يې ، کرکه مي درڅخه کېږي او د نفرت وړ يې خو حېران يم هغو ناپوه پوهانو ته چي تل ستا سندري واي . ته قاتل يې قاتل ، څوک چي هم ستا په خلاف ودرېږي ، نو ته يې کلي نه وطنونه لا ور برباد کړې او په وينو يې ولړې ، خو زما د کور مستي وني په تا خوابدوي ، بس هسي ليونۍ دي بد بختي ، ماغزه يې خراب دي ، برناحقه مينه درسره کوي ، درباندي رخصي ، په ډېر شور سره او د تکو سرو ګلانو خوشبوي يې نوره داسي زياته سي چي ښکلي او رنګين مرغان لا په نغمو کړي او دنيا ښايسته کړي .

بس حېران يم چي اې له نشې او خونده ډکه تيزه باده څه نوم درکړم ؟

جون  2016

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *