خوشال اصفي

وروسته له هغې چې د پاکستان د لومړي وزيز سلاکار سرتاج عزيز وويل چې طالبان په افغانستان کې جنګ ته ادامه ورکوي؛ اوس وسله والو طالبانو هم د اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د سولې خبرې بې معنا او د وخت ضايع کول دي. د دې ډلې وياند زبيح الله مجاهد په اعلاميه کې ويلي؛ تر هغو چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې ميشت وي؛ د سولې خبرې معنا نه لري. طالب وياند ويلي افغان حکومت خپل وخت ضايع کوي او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو پرته سوله هيڅ مفهوم نه لري. طالبان دا خبرې په داسې مهال کې کوي چې په تازه څرګندونو کې د پاکستان د لومړي وزير د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز ويلي و چې طالبان په افغانستان کې خپلې جګړې ته دوام ورکوي. نوموړي ويلي و که طالبان ونه توانيږي چې د افغانستان پلازمينه کابل ونيسي خو د دې وړتيا لري چې جګړې ته دوام ورکړي.

پوښته دلته پيدا کيږي چې د سرتاج عزيز له څرګندونو وروسته ولې طالب هم په ورته موقف ورته څرګندونې کوي؟

دلته پاکستان په يو غشي دوه ښکاره کوي. غشی يې طالب او ښکار يې افغان دولت او امريکا ده. اوس د طالبانو په وسيله هم له افغان حکومت او هم له امريکا باج ګيږي کوي. تاسې ته پته ده چې په وروستيو کې پاکستان سره يې د خپل لوی مرسته کوونکي هيواد اړيکې ترينګلې شوي. د راپورونو له مخې د پاکستان او امريکا تر منځ په اوړو کې شګه پيدا شوې ده. څه موده وړاندې د پاکستان بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز د پاکستان مشرانو جرګې ته د امريکا او پاکستان د اړيکو په اړه  وويل، چې د امريکا له لوري د ايف ۱۶ الوتکو په پېرلو کې د مالي مرستو د بنديز له امله له تېرو درې مياشتو راهيسې د پاکستان او امريکا اړيکې ترينګلې دي. همداشان په وروستيو کې پاکستان د جاسوسۍ په تور د نيول شوي ډاکټر شکيل افريدي په اړه د امريکا حکومت او کانګريس غوښتنې رد کړي چې دې کار هم د امريکا او پاکستان تر منځ په اړيکو کې درځ پيدا کړی دی. بل پلو امريکايي کارپوهان او رسنۍ هم په وروستيو کې پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ تورونه لګوي. دا ټول هغه څه دي چې د پاکستان او امريکا اړيکې يې خشنې کړې دي.

اوس پاکستان غواړي چې د طالب په ورته څرګندونو سره په افغانستان کې د امريکا شتون چلينج کړي. په پرله پسې توګه په پاکستان کې د طالب مشرانو وژل کيدو ټولې نړۍ ته څرګنده کړه چې طالب خپلواک نه دی بلکې په غاړه کې د پاکستان د آی ايس آی ځنځير او په خوله کې د پاکستاني پوځ ژبه لري. هغه څه چې ورته د آی ايس آی او پوځ لخوا امر کيږي؛ دغه ډله يې پر ځای کوي. اوس پاکستان د دې لپاره چې امريکا ته په افغانستان کې خپل زور وښايې او ديته اړه کړي چې له پاکستان سره خپله پخوانۍ يارانه بيا شروع کړي؛ دلته په افغانستان کې يې د طالب په ذريعه شتون ننګوي. یعنې د طالب وياند وروستۍ څرګندوني په مستقيمه توګه د سرتاج عزيز او د پاکستان حکومت له دريځ سره اړخ لګوي.

د پاکستان بل ښکار چې د طالب د غشي په وسيله يې په نښه کوي هغه افغان حکومت دی. په تورخم کې د پاکستان له شرموونکې ماتې وروسته اوس دغه هيواد قصد کړی دی چې خپل غچ په هره طريقه چې وي؛ له افغان حکومته واخلي. د پاکستان پاليسي دا ده چې پر  طالب او ترهګرو د نفوذ درلودلو او بيا دغه ډله سولې ته د حاضرولو په نوم هم له افغانستانه امتياز ترلاسه کوي او هم د افغان سولې سره د مرستې په نوم له نړۍ پيسې شکوي.

همداراز سرتاج عزيز په وروستيو څرګندونو کې دا هم ويلي که طالبان ونه توانيږي چې د افغانستان پلازمينه کابل ونيسي خو د دې وړتيا لري چې جګړې ته دوام ورکړي. دا په خپل د دې معنا لري چې طالب که هر جرم او جنايت کوي د پاکستان په امر يې کوي. که اوس په افغانستان کې طالبانو د سولې خبرې رد کړي او د جنګ خبره يې کړې ده نو دا يې هم د پاکستان په امر او اشاره دا موقف نيولی دی. له همدې څرګنديږي چې طالب خپلواک نه دی او هيڅکله به هم د پاکستان له امر او اجازې پرته سولې ته غاړه کينږدي. افغان دولت دې د سولې لپاره د طالب شاه نه نيسي بلکې له نړيوالو چينلو دې پر پاکستان فشار راوړي چې د طالب له غاړې د غلامۍ ځنځير لرې او خپلواک يې کړي. کله چې طالب خپلواک شو نو بیا ورسره سوله ممکنه ده. له دې پرته په رښتیا هم سوله د وخت ضايع کول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *