نیازمحمد: زیارمل
اوتوبه ګناه محوه کوي مسلمان بنده د(طلب)یعني غوښتني داسی مرحلې وروسته د نفس او ضمیر د سپېڅلتیاپه غرض توبه کوي، مسلمان داسي توبه کوي چي د پخوانیوګناهو د کولوله عمله د الله تعالی (ج) څخه دزړه له کومي بخښنه غواړي او وعده کوي چي نوربه ګناهونه نه کوي اوځان به د صوفیانو اوعارفانوپه نظرد دنیاله عېش اوعشرت، او د ژوندله خوندونو څخه به مخ اړوي او د خدای پرلور رجوع کول په خپله توبه ده. هرکس چي دصوفیانوپه ډله کي داخل سي نوبیا به په توبه کولواودخدای (ج)سره پرکړي قول او وعده کلک ولاړ وي، چي د تصوف له همدي لومړي مقام څخه په ځان باندي حاکمیت د دې عرفاني لارې اصل دی دا چي تصوف کې داخلیدل یو په بل پسي مسلسل مقامونه لري او د هرمقام منل او پر ځان تطبیق کول یې د عرفاني سیر امرات دي. ولي په تصوفي طریقوکي به ځیني جلاوالی وجود ولري، خو کیدای سي دا جداوالی دومره سخت نه وي چي صوفي به پکښي ځان ساتل هم ونه سي کړای.
خواجه نظام الدین اولیاء توبه پردرې ډوله وېشلې ده:
۱- دحال توبه هغه ده چي په حاضرحال کي د خپلو بدو کردارو څخه پښېمانه سي ( او یا د تیرو ګناهونو څخه بیزار او توبه ګارسي.
۲- د ماضي توبه هغه ده که د نوروحقوق یې ضایع کړي وي هغه بیرته اعاده کړي (یعني د خلکو حقوق چي پر چا پاته وي هغه بیرته ورکړي) د دې ډول ګناه څخه توبه کول د خواجه نظام الدین له نظره دوهم ډول توبه ده.
۳- د راتلونکي زمانې توبه هغه ده چي شخص تصمیم ونیسي چي په آینده کي به ګناهونه نه کوي(نوربه ځان خدای (ج) تسلیم اوله ټولوهغه خرافاتوڅخه لاس په سرسي چي انسان ورباندي د ګناه موجب کرځي) خاص دالله تعالی لپاره توبه کول اوپرنفس باندي غالبه کیدل دعرفان له نظره دعرفاني لاري لومړی پړاو دی.
عبدالرحمن بابا وایې:
چي د نفس د حرص ملک مي مسخر کړ په هوا دپاسه تخت دسلیمان یم