د طالبانو مشر ملا محمد عمر اخوند د کمکي اختر په مناسبت خپل پیغام کې د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته هم اشاره کړې ده. ده ویلي دي چې زموږ ولس به : (د ۲۰۱۴ ميلادي کال د انتخاباتو په نامه د غولوونکې  ډرامې  په  لړ  کې ځانونه ستړي اوشریک نه کړي ځکه زموږ متدین او مجاهد ولس پوهيږي چي  اصلي ټاکنې په واشنګټن کې کيږي او دغه تش په نامه  واکمن د ولس په رايو نه، بلکې د واشنګټن په خوښه  ټاکل کيږي، په دا ډول انتخاباتو کې ګډون د وخت له ضياع  پرته  بله  نتېجه  نلري .)

 ملا عمر او نورو طالبانو چې په تېرو کلونو کې د خلکو له و ېرولو رانیولې تر وژلو پورې په مختلفو طریقو د انتخاباتو مخالفت کړی دی، دا ځل هم توقع ورڅخه نه کېده چې انتخابات به تاییدوي مګر د ملا عمر د خبرو په اقتباس شوي پارګراف کې دا نه دي ویل شوي چې  خلک دې په انتخاباتو کې ګډون نه کوي یا انتخابات حرام دي، بلکې انتخابات بې ګټې بلل شوي دي او توقع څرګنده شوې ده چې خلک به پکې برخه نه اخلي. دا یو څه نرم دریځ دی.  ملا عمر ویلي دي چې خلک ( په دا ډول انتخاباتو کې ګډون) د وخت ضیاع ګڼي. د ( دا ډول انتخاباتو) له کلمو څخه دا معنی هم اخیستل کېدای شي چې د انتخاباتو داسې ډول هم شته چې ملا عمر ته د وخت ضیاع نه ښکاري. خو هغه به کوم ډول انتخابات وي؟ په دې باره کې نه په دې پیغام کې او نه د طالبانو په نورو پیغامونو کې څه ویل کېږي.

 طالب مشران د دولت او نظام د ډېرو اساسي توکو او د خلکو د حقونو د بنیادي ټکو  لکه د انتخاباتو، د قواوو وېش، د ګوندونو شتون، د بیان د ازادي او داسې نورو موضوعاتو په باره کې معمولا ګونګ دريځ نیسي او په دې ډول غواړي چې خلک تېرباسي خو په دې نه پوهېږي چې دیارلس سوه څونویم کلونه دیارلس سوه څواویایم کلونه نه دي چې خلکو نه نظام درلود، نه یې اساسي قانون درلود او نه ورسره دا حق و چې د خپل سرنوشت په باره کې سپینه خبره وکړي. په هغه وخت کې خو مختلفې جنګي ډلې وې چې په یو بل به یې حملې کولې او چې هره یوه به زوروره شوه، د حکومت کولو حق به د هغې و او د حکومت کولو طرز به هم هغې ډلې انتخاباوه.

  د ملا عمر په پیغام کې لولو: (   دراتلونکي افغانستان په اړه بايد ووايم  چې اسلامي نظام او بشپړ استقلال هغه ارزښتونه دي، چې موږ  ور باندې له هيچا سره معاملې ته حاضر نه يو)

دی اسلامي نظام یادوي مګر دا نه وایي چې له اسلامي نظام څخه یې منظور څه دی؟ همدا د قدر په مبارکو شپو کې په سلګونو افغانان د طالبانو په حملو کې ووژل شول او یا ټپیان شول. ایا په اسلامي نظام کې دغسې نارواوې ځاییدای شي؟

 څرنګه چې ملا عمر او ملګري یې د مسلمانو خلکو د حقونو په باره کې واضح تصور نه لري نو طبعا د اسلامي نظام په باره کې هم د دوی خبرې بې معنی غوندې دي. ملا عمر اخوند د ( بشپړ استقلال ) خبره هم کړې ده چې له استقلال سره د ( بشپړ) صفت هم مثبت او هم منفي تعبیرېدلای شي. مثبت تعبیر خو یې دا دی چې افغانستان دې بل چا ته په سیاست، اقتصاد، فرهنګ او نورو مسایلو کې تر وسه وسه محتاج نه وي. دا یې ډېر مثبت تعبیر دی او منفي تعبیر یې دا دی چې که په افغانستان کې که خارجي سفارت هم وي، ملا عمر به یې د افغانستان د استقلال ناقض ګڼي او جنګ او قتال ته به ادامه ورکوي. په نولسمه میلادي پیړۍ کې د برطانوي استعمار پالیسي دا وه چې افغانستان دې یوازې له برطانوي هند سره رابطه لري. ایا داسې خو به نه وي چې د ملا عمر په نزد کې بشپړ استقلال همدا وي چې هیڅ ملک دې له افغانستان سره نه رابطه ولري او نه دې له افغانستان سره مرسته وکړي او د طالبانو د حکومت د وخت په څېر دې په هرڅه کې یوازې پاکستان ته محتاج واوسو؟ ایا ملا عمر خو به د نولسمې پیړۍ د تاریخ تکرارول نه غواړي؟

 د بشپړ استقلال د لرلو لپاره خو پکار ده چې د نورو له احتیاجه راووځو. څنګه به د نورو له احتیاجه راوځو؟ علم به لرو، مهارت به لرو، له دنیاوالو سره به ښه تعلقات لرو چې سرمایه ګذاري وکړي او د نړۍ د هېوادونو مرستې به جلبوو چې په خپلو پښو ودرېږو. دغو مقصدونو ته د رسېدو لپاره طالبان څه کوي او په عمل کې یې څه کړي دي؟ ایا له ملګرو ملتونو سره باید رابطه ولرو چې ترقي وکړو او په خپلو پښو ودرېږو،  که له اسامه او ظواهري سره یې وپالو؟  د معارف وزارت وروستی راپور وايي چې په روان لمریز کال کې د معارف تر سلو زیات منسوبان وژل شوي دي. یوازې په دې وروستیو ورځو کې په هرات، پروان او اروزګان کې د معارف درې مدیران ووژل شول. ایا د بشپړ استقلال د لرلو لپاره د معارف د کسانو وژل پکار دي که یې حمایت کول؟ ایا مسلمانې نجونې باید تعلیم وکړي چې د اسلامي هېواد په ودانولو او له احتیاج څخه راوتلو کې برخه واخلي او که بې علمه ، بې کماله او بې هنره پاتې شي چې د خپل اولاد د روزلو په چل هم پوهې نه شي؟

 د ملا عمر په پیغام کې لولو: (دداخلي نظام دسمبالښت او بيارغونې په اړه په دې نظر يو، چې له يوه پاک، شفاف، مسؤليت پيژندونکي اسلامي نظام پرته چي ټول افغانان خپل ځان پکښې وویني  بله هيڅ نسخه دافغانانو درد نه شي دوا  کولای ،  ددې په ځای چې په  بهرنيو  مرستو  او استعدادونو تکيه  وشي، افغانان بايد ځانونه  په خپله سمبال او له خپلو امکاناتو په استفادې خپل هيواد ته خدمت وکړي، ددې لپاره چې له احتياج او ناخوالو مو نجات موندلی وي، ځوان نسل مو بايد په ديني  او مدني (عصري) دواړو علومو ځان سمبال کړي ؛ ځکه عصري علوم په نني عصر کې د هرې ټولنې لپاره اساسي ضرورت دی.)

 نو که عصري زده کړې د هرې ټولنې لپاره اساسي ضرورت وي، د طالبانو په کلیو کې ولې د معارف حال ډېر ابتر دی؟ ولې د معارف کارکوونکي د طالبانو په حملو کې وژل کېږي؟ ولې د نجونو ښوونځي سوځول شوي  دي ؟ له طالب سره خو د نړۍ د خلکو او په تېره بیا مسلمانانو او بیا افغان مسلمانانو لوی مشکل دا دی چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د ټولنې انساني  اړتیاوو ته اهمیت نه ورکوي. د طالبانو د حکومت په زمانه کې به د یوه مامور او استاد معاش دومره کم و چې درې وخته وچه ډوډۍ هم نه ورباندې کېدله.

 ملا عمر اخوند د پاک، شفاف او مسولیت پیژندونکي اسلامي نظام خبره کړې ده، مګر داسې نظام ته د رسېدو بنیادي اصول یې نه دي یاد کړي. که چېرته خلک د انتقاد حق او د بیان ازادي ونه لري، دوی به حکومت ته څنګه وايي چې ظلم مه کوه؟ که چېرته درې ګونې قواووې له یوبله بېلې نه وي، د ظلم د مخنیوي لپاره به د قدرت تعادل په کومه وسیله ساتل کېږي؟ که چېرته عام ولس د انتخاباتو له لارې د حکومت د ټاکلو حق ونه لري، حکومت به د خلکو څه پروا کوي؟ که چېرته د حکومت مشر د ټاکل شوي محدود وخت لپاره نه وي، د ده د ظلم او تېري د نه کولو مخه به څنګه نیول کېږي؟ ملا عمر اخوند په افغانستان باندې پنځه شپږ کاله راسته او چپه حکمونه وکړل خو ان یوه ورځ یې هم ونه ویل چې حکومت به یې د دومره مودې لپاره وي.

 ملا صاحب که پاکي او شفافیت او مسولیت پیژندونکی اسلامي نظام غواړې نو د هغه شرطونه معلوم دي. ستا په پیغام کې خلکو ته د اختیار ورکولو او د خلکو خوښې ته د اهمیت ورکولو هیڅ نخښه نه وه. تاسې په پیغام کې دا لیکلي وو چې له نورو لوریو سره به حکومت په ګډه جوړېږي او افغان شموله حکومت به وي مګر دا ګونګې کلمې او مبهمې وعدې دي، ځکه افغانستان، د افغانستان د خلکو ملکیت دی. په افغانستان باندې باید د افغانستان خلک حکومت وکړي او د افغانستان خلک باید ازاد او خپلواک واوسي. د دې لپاره چې خلک ازاد او خپلواکه او ډاډه واوسي، یوازینۍ لاره دا ده چې دوی په خپله خوښه د حکومت د ټاکلو حق ولري او د خپل حکومت د ټاکلو لپاره د رایې د استعمال اختیار ولري. ستاسې په پیغام کې د اسلام او خپلواکي کلمې ډېرې راغلې وې مګر مسلمان ملت ته د حق ورکولو او د خپلې خوښې د حکومت د جوړولو او خلکو ته د واک د سپارلو په اړه پټه خوله پاتې وئ.

 طالب مشران باید په دې پوه شي چې د دوی په دا رنګه پیغامونو په دیارلس سوه څو اویایمو کلونو کې یو شمېر کسان تېرایستل کېدای شوی مګر په دیارلس سوه څونويمو کلونو کې د خلکو تجربه زیاته شوې ده. خلک اوس هم تر پخوا تعلیم یافته شوي دي ، هم د هغه وخت په نسبت له خپلو حقونو سره زیات بلد شوي دي او لا مهمه دا چې د طالبانو د لارې ماینونو، انتحاري حملو او پرله پسې قتل عامونو د افغانستان خلکو ته  ډېر څه ورزده کړي دي.

By Kabul

2 thoughts on “ملا عمر او د خلکو حقونه/ سادات”
  1. Assalamualaikum.
    zama awala wraz da che da wraz panra goram.
    zan ta pukhtun wayam kho de pukhto daa dumra ghata wraz panra me na ledala.
    khair za khpal zameer ta der malamat yam.
    maa de mula saheb tola panra wakatala.
    zama pa fikar de mula saheb pa khabaro ke au ya pa hukmono ke der kambutuna dy kumo na che pass der bayan shawe ham dy.
    za kho wayam che Afghanistan har cha ta warkawai war ye kai kho mung ta ye jor kai.
    mula seheb wai che za kha sarai yam ka na ye mane wajnam de.
    amrica wai che zama jawab nashta ka nai gwantanamo da.
    de Afghanistan be waaka be ekhtiara che sirf pa num hukumat da wai che za pa tolo bande yam.
    har hagha kas che da watan jorawal oghwary tolo ta maluma da che da zmake khwarak shu ya pa lara dy.
    khabare dere dy bas dua ba kau che Haq tala de har hagha kas nest au nabud ky che watan kharsawe.
    Allah pak parwardegar de hagha kasan tabah ky che da khpalo mafado de para zamung pa dra pa ghwakho (Watan) ke las wahana kawe.
    pukhtano wronro tol aameen owae kedai she da cha pa khwala ke barakat we.

  2. په اصل کی ملاعمر په نوم هیڅ څوک هم نشته دا یو دای اس ای دسیسه ده او یو پاکستانی دآی اس آی جنرال له دغه نوم نه استفاده کوی او افغان جنګیالی اوطالبان غولوی
    دایو مستعار او تش نوم دی
    دوی اوس ملک تباه کرځوانان یی په یو او بل نوم شهیدان کرل نو دوی بیاسه مخ لری؟
    دوی غواړی چه ملک په پاکستان خرڅ کی او د دالخوارو او تور پنجابیانو بیاحاکمیت وی دوی دپاکستان نوکران دی او داسلام لپاره نه بلکه د آی اس آی لپاره کارکوی او خدمت کوی.

    مننه
    خاورین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *