تاند- ایران دوه افغانان پر یوې فرانسوۍ سیلانۍ د جنسي تېري په تور اعدام کړل.

ایراني رسنۍ وايي چې د تېر میلادي کال د سپټمبر په ۱۹ مه نېټه (د ۱۳۹۴ د سنبلې ۲۸) ماښام مهال څلور افغانانو د تهران ښار د شمال په غره کې پر یوې فرانسوۍ غرختونکې جنسي تېری وکړ چې دوه یې ونیول شول او دوه نور وتښتېدل.

ایراني رسنۍ وايي چې دواړو اعدام شویو پر خپل جرم اعتراف نه و کړی او فرانسوۍ نجلۍ، چې عمر یې ۲۴ کاله ښودل شوی، ویلي و چې نه غواړي تېري کوونکي اعدام شي.

راپور وايي چې دا ښځه د یوه بل افغان له لوري ژغورل شوې او محکمې یو بل افغان یعني شپږم کس په دې خاطر جریمه کړی چې له دوو تښتېدلیو افغانانو سره یې په تېښته کې مرسته کړې ده.

فرانسوۍ نجلۍ له پېښې وروسته پولیسو ته په خپل لومړني شکایت کې ویلي:«د سنبلې په ۱۴ مه له ارمنستان څخه د مځکې له لارې ایران ته راغلم. پرون په فرحزاد سیمه کې غره ته ختلم، ناوخته شو، ماښام و، هوا توپاني غوندي شوه، ستړې هم وم، په لاره کې له ۴ تنو سره مخامخ شوم، دوی د ستړیا د ایستلو لپاره د غره په لمنه کې یوه باغ ته وبللم.

زه د دوی له نیته خبره نه وم، باغ ته لاړم، خو د دوی نیتونه شیطاني ول.»

پولیسو د فرانسوۍ نجلۍ له شکایته وروسته دوه تنه ونیول خو دوه نور وتښتېدل.

د فرانسوۍ نجلۍ په شکایت کې دې ته اشاره نه ده شوې چې پر دې تجاوز کوونکي افغانان ول که ایرانیان.

دا مسله له دې کبله د اهمیت وړ ده چې د ۱۳۷۶ لمریز کال په حمل میاشت کې د تهران په لوېدیځ کې یو ټکسي موټر چلوونکی، چې ۹ ښځې او نجونې یې له جنسي تېري وروسته وژلې وې، د ایران پولیسو د دې لپاره چې ایرانیان بدنامه نه شي، افغان معرفي کړ. خو وروسته چې ایرانیانو د دې قضیې په خاطر د افغانانو خلاف سخت عکس العملونه وښودل او په بېلابېلو ولایتونو کې یې شاوخوا ۱۲۰ تنه بېګناه افغان کارګران ووژل، ایران مجبوره شو چې د جنایتکار اصلي هویت  افشا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *