سید سعادت منصور نادري د ښاري براختیا وزیر

تاند- د افغانستان د ښاري پراختیا وزیر وايي، د کور جوړونې د فابریکې د فعالولو ترڅنګ به ژر په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو رسولو او کانالزیسیون پروژې پیل شي.

سید سعادت منصور نادري سږنی کال د عمل او اجرا کال وباله، ویې ویل، د چین او قطر په مرسته ۱۱ زره کورونه جوړېږي او د افغانستان حکومت د دارالامان ماڼۍ، د اعلحضرت امان الله خان او محمد داوود خان د زیارتونو د ترمیم او جوړولو ترڅنګ ګڼې نورې پروژې اجرا کوي.

ښاغلي نادري وویل، د دارالامان ودانۍ، د غازي امان الله د مقبرې، شاهي ماڼۍ او اسلامي ثقافت مرکز پر جوړولو کار پیل شوی دی.

ده د بامیان د کلتوري مرکز او د سردار محمد داوود خان د مقبرې د جوړېدو یادونه هم وکړه او ویې ویل، د ملي شورا لپاره به کمپلیکس او دارالامان ته د ټولو وزارتونو د لېږد پروګرام هم ژر پیل شي.

د ښاري براختیا وزیر ښاغلي نادري همداراز وویل چې په کندهار، هرات، جلال اباد، مزارشریف، کندوز، خوست او څو نورو ولایتونو کې د کور جوړولو پروژې پیلېږي.

ښاغلي نادري وویل چې د چین او قطر له لوري د ملي اردو د غړیو، معلولانو، ښوونکو او نورو پرګنو لپاره د ۱۱ زره کورونو د جوړولو کار، چې تېر کار ځنډېدلی و، سږ کال پیل شوی دی.

ده په عین حال کې اداري فساد د ډېرو کارونو د لارې خنډ وباله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *