هبت الله اخوندزاده

تاند- د وسله والو طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د سولې خبرو ته ضمني تمایل ښودلی دی.

د مولوي هبت الله په پیغام کې، چې الفاظ یې د طالبانو د دوو وژل شویو مشرانو په پرتله نرم دي، راغلي چې طالبان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د پوځي لارو ترڅنګ د سیاسي هلوځلو لټه کوي.

ده د قطر دفتر د همدې منظور لپاره بللی دی.

په دغه پیغام کې د طالبانو د مخکینیو مشرانو خلاف د افغانستان حکومت ته سپکې سپورې نه دي ویل شوي خو د حکومت له غړیو او چارواکو په نرمه غوښتل شوي چې له طالبانو سره ملګري شي.

داسي ښکاري چې مولوي هبت الله په دې پیغام کې پر ځان د طالبانو د باور د خپلولو هڅه ډېره کړي وي او له همدې کبله یې د طالبانو د مخکینیو مشرانو ملا عمر او ملا اختر محمد منصور یادونې بیا بیا کړي او ویلي یې دي چې د هغوی پر لاره به روان وي:« سلامي امارت  زموږ او ستاسي ګډ کور دی او په  دې کور کې چې  امیرالمؤ منین ملا محمد عمر مجاهد او شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور  رحمهم الله په کومه لار روان وو،  زه به  هم  هغه لاره تعقیبوم، هغوی چې په چا اعتماد در لود هغه  به  زما د اعتماد خلک وي، په  اسلامي امارت کې چې هر چا خدمت کړی  په  هغه  ډول  به په اطمنان سره خدمت کوي له هیچاسره به تبعیضي چلند نه کیږي او د هیچا قربانیو ته  به په کمه نه کتل کیږي.»

ملا هبت الله د مې په میاشت کې د پاکستان په نوشکي کې د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د طالبانو د منصور د ډلې مشر وټاکل شو.

ګومان کېده چې ملا هبت الله به د طالبانو سره وېشل شوې څانګې په ځان راټولې کړي خو د ملا محمد رسول ډله د ملا اختر محمد منصور په شان د ملا هبت الله د مشرۍ منلو ته حاضره شوې نه ده.

One thought on “د طالبانو مشر وايي، د هیواد د ستونزو لپاره سیاسي هڅې هم کوي”
  1. د پاكستان اجنته!
    ستا يي په اختريزو پيغامو حًه ؟ خپل د بادار لپاره دي بيگناه مسلمانان وژنه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *