بدلون

یو:

 …عَسي أن تكرَهوا شَيئاً وهو خيرٌ لكم وَعسي أن تُحِبّوا شيئاً وهو شَرٌّ لكم… (سوره بقره/ آيه 216(

 ترجمه: ډېر کله مو یو شی خوښ نه وي خو په هغه کې مو خیر وي او یا ډېر ځله مو یو څه خوښ وي خو په هغه کې مو شر وي.

دوه:

 خدایه هغه شر پېښ کړې چې خیر مو پکښې وي (متل) 

درې:

 دا د رقیب خبرې هم  له یاده مه باسه ته

دا د مار زهر به دې هم چیري په کار شي آشنا

دروېش

دا پورتني د دین، ټولنې او فرهنګ په حوزو کې مختلف عبارات دي خو محتوا یې یوه ده؛ که دغه منځپانګه د دې سرلیکنې لپاره د ځانګړي شوي بحث په عبارت کې واچوو ممکن داسې شکل هم ځنې جوړ شي: که چیري له فرصتو څخه عاقلانهمدبرانه استفاده و نه شي ښایي په بلاوو را ته واوړي او که یو بحران په سړه سینه و معقولیت سره مدیریت شي کېدای شي په طلایي چانس را ته بدل شي.

 دا نظریه مو یو بل وخت، په یوه بل مورد کې هم بیان کړې وه او دلته به یې یو وار بیا ودان افغانستان ګوند ته د وروستۍ ور پېښې ستونزې په زمېنه کې تشریح کړو.

د سرطان پر ۵مه د شپې له خوا د ګوند د یوه ملګري، محمدیار یار له فیسبوکپاڼې یوه شعر ډوله لیکنه (د حجاب زیان) خپره شوه او په لږ وخت کې یې  تقریباً افغاني فیسبوکپاڼې په منفي و مثبتو غبرګونو سره پر سر واخیستې او وروسته د یار پر پاڼه د بخښنې په توګه یو سپیناوی خپور شو، داسې چې نوموړي نه، بلکې کوم بل چا د ده له اکاونټ څخه دا وینا خپره کړې وه؛ له دې سره د منطق غوښتنه دا وه چې نوره نو باید دا کیسه پر همدغه ځای ختمه شوې وای او هر څوک په خپله خوارې و غریبې اخته شوی وای مګر سرچپه، لیدل کېده چې مسئله د بحران خوا ته روانه ده او جالبه خو لا دا وه چې د یوه شخص په باب رامنځته شوی سوء تفاهم، د یوې مجموعې (ودان افغانستان ګوند) خوا ته په لوی لاس ور پورې وهل کېده او ډېره پراخه هڅه روانه وه چې ګوند له یوه جدي ګواښ سره مخ شي، تا به ویل چې د فیسبوک غونډه دنیا په دې توطیه ور شریکه ده؛ دا ظاهراً یو لوی مشکل شو خو برعکس، نتیجه یې د ګوند د مدبرو او باحوصله ملګرو په تدبیر خورا ګټوره، مطلوبه او د زدکړې وړ را ووته، داسې چې:

یودا زدکړه یو وار بیا راته تکرار شوه، په وروسته پاتو ټولنو کې چې حکومتولۍ ناروغې، سیاسي بنسټونه فاسد، چارواکې بې درده و بې شعوره او ټولنیز مؤسسات کمزوري وي نو هلته په ډېره اسانې سره بهرنۍ مغرضې کړۍ خپلو شومو اهدافو ته د رسېدو لپاره د ولس په ذهن و ملي وجدان کې نفوذ کولای شي، دلته پردي د خپلې ناروا لابي لپاره پېچلو میکانیزمو او ډېرو چنو وهلو ته اړتیا نه ویني بلکې پر هر ګام یې په خورا ناچېزو امتیازاتو سره د ملي ضد کړیو و سړیو ښکار خولې ته مندې ور وهي او هغوی یې په ساده تبلیغاتو سره داسې د خپل ملت و مملکت په مقابل کې استمعالوي چې عامه ذهنیت یې هم د ښه و بد له تفکیک پرته په پټو سترګو هرې  پرو پېګنډې او ناانساني شعارو ته لبیک وايي؛ په داسې وضعیت کې هغه سیاسي جریانونه ډېر فعال او مؤثر وي چې تمویل و تسهیل یې د پردیو پر غاړه وي اما ملي حرکتونه بیا هره لحظه له ځپونکو و مرګونو ګوزارو سره مخ وي، دا ځکه چې دوی د خپلو وطنپالونکو او ژغورنده طرحو د تبلیغ لپاره پراخ امکانات و وسایل نلري چې خلکو ته د خلکو دوښمنان په مؤثره توګه ور په نښه کړي نو ملت د پردیپالو د زورورو رسنیزو درواغو تر تاثیر لاندې راځي او خپل اصلي مدافعين ځپې، تر داسې بریده چې بېخې یې له سیاسي صحنې څخه حذف کړي؛ د افغانستان  په معاصر تاریخ کې یې یوه څرګنده او د ټولو لپاره د ښه درک وړ بېلګه اعلیحضرت امان الله شاه غازي دی چې د روحانیونو، ملایانو او مجددیانو په جامو کې یې د انګرېز جاسوسان په وړاندې ودرېدل او د ډېرو لویو ملي دربدریو په قیمت یې یو مطلق بېسواد و غل د هغه روشنفکر وطن مین واکمن د بدیل په توګه ومانه؛ افسوس خو داچې نن د یوویشتمې پېړۍ په دوران کې لاهم د هماغو جاسوسانو پاتي شوني د ملا صبور په شکل هماغه د جهالت طبله وهي او د دغه منور پاچا د تکفیر پاکستانۍ فتواوې صادروي

دوهدې پېښې زښت هیله من کړو چې افغاني ټولنه تر ډېره بریده د جهالت او ارتجاعیت له ګاټه تورتم څخه د راوتو په حال کې ده ځکه د مرتجع، جهالت ځپلو او  پردیپالو افراطي حلقو لپاره تر دې بله کامیابه توطیه او زبردسته بهانه نه په لاس ور تلای شوای او نه به ورشي چې و.ا.ګ غوندې د (روښانتیا، ویښتیا او بدلون) شعار ورکوونکی او عملي کوونکی مليسیاسی جریان ور باندې بدنام کړای شي خو د دوی د مسلسلو ښکنځلو، سپکاویو، تورونو، درواغو او چیغو سرهسره، نه یوازې یې ګوند له ګواښ سره مخ نکړای شوای بلکې نور یې هم زموږ د دغه ژغورونکي غورځنګ د اصلي مليعملي ماهیت د معرفۍ لپاره داسي کمپاین وکړ چې موږ په ډېر وخت او ډېرو امکاناتو نه شوای کولای؛ بیعقل دومره په بل نه کوی لکه په ځان.

درېپه قبرستان کې د پرتو مړو تر منځ نه څوک د ښه و بد توپیر کولای شي او نه هم چا ته دا عاقلانه ایسي چې دغسې یوه هڅه وکړې بلکې د دې توپیر لپاره مناسب ځای د ژوند ډګر دی؛ د ژوند هغه میدان نه، چې یوازې یي نوم د ژوند وی او نور یې نو له یوې هدیرې سره فرق نه کیږي بلکې د ژوند هغسې فعال، متحرک او توپاني ډګر چې سُست او ټینګ ایمان ډېر آسانه ور باندې تشخیصېدای شي.

د ژغورنده مبارزو د عویداران د ناز و نعمت په مجللو و عاشقانه حرمسرایو کې ځانونه نه شي ثابتولای بلکې د دوی د ازمایش صحنه د خونړیو و سېلابي حوادثو په غېږ کې ترتیبیږي، د دوی د مارش واټونه له سکروټو ودان وي، د دوی د رسم ګذشت مراسم د انګارونو د لوژ و مخ ته له لمبو سره په لوبو تر سره کيږي، د دوی د حرکت مسیر د ناپایه سوځنده دښتو پر سینه باندې تیریږي او دوی د نه باورېدونکو ګواښو په بلا خور بهیر کې، د مرګونو پر کوریډور باندې و خپلو لوړو انسانپالونکو اهدافو ته ځانونه ور لنډوي، د دوی لپاره ګواښوونکې پېښې په رښتینې انرژې بدلیږي او بالآخره د بشر په لېول د خپلو حتمي بریو معتبر اسناد تر لاسه کوي.

زموږ ګوند د خپلې سترې انساني داعيي د حصول لپاره، نه تجربه شویو حوداثو ته هرکلي وایي، موږ د خپل بېساري ثبات نمایش د دې وروستۍ وړکۍ پېښې پر سټیج وړاندې کړ او و مو ښوول چې نور هم منسجم، منظم او مستحکم شوو، کاملاً د افغانستان، افغان انسان او افغاني ارزښتو د غلیمانو د شرمېدلو موخو برعکس.

څلورله دې ډراماټیک داستان سره تور حجابونه څیري، خیرنې څېرې رسوا، مضرې حشرې ښکاره، د شر شیطانان شرمېدلي او ښکلي شخصیتونه سره آشنا شول؛ په دې مانا چې له یوې خوا ډېر معلوم الحال په پاکستاني استخباراتو، پاکستاني مذهبي تنظیمو او پاکستاني و نورو خارجي توطیو پورې غوټه افراطي جریانونه یو دم، لکه د غالبوزو شیرګیني ته چې ډبره ور وغورځوې، سره په ښور شول، د قیامت خېز تلاښ ښراښتوب یې وکړ خو دوی نه ول خبر چې زمانې تیرې دي، وختونه بدل دي، خلک د سرټمبګۍ له خوبه ډېر پخوا لا را ویښ شوي دي، سترګې رڼې شوي او په افغان کور کې د سولییز ژوندانه د آبي آسمان پر څنډه د ژوند پیامبر لمر څرک وهلی دی.

له دې سره په څنګ کې دا تجربه هم جالبه وه چې یو شمېر مشهور بالفساد کسان هم د ناموس شعار په لاس د حجاب دفاع ته راښکاره شول او موږ ته یې بیا را زده کړه چې د نوامیسو لوټماران څنګه د ناموس حجاب پر مخ راکش او ولسونه لکه  پسونه د خپلو هوسو په لوړوژورو کې سرګردانوي؟

له بله اړخه یې زموږ رڼاویشونکې فکري شمع په افغانستان او دنیا کې له پاشلو روشنفکرانو سره په خورا ښه شان سره آشنا کړه، د هغوی غوڅ ملاتړ، ژوره خواخوږې یې ور ته را جذب او د یوې مبارکې همږغۍ پر غولې یې له یو بل سره غېږ په غېږه کړو؛ د نړۍ له لر و بره د تسلیو او حمایت پیامو و کومینټو د ګوند په پږي کې لا مسیحایي سا وچلوله؛ هغه د چا خبره، چې په لاس یې جوړوې نو تر دې بالا ښه نه جوړیږي.

پنځهپر دې فورموله یې نور هم باوري کړو، چې کله داخلي انسجام موجود او ژوره ژمنتیا وي نو خارجې ضربې چې څومره هم زورورې وي، سل په سل کې به خُنثا کیږي.

شپږزموږ په محبوب وطن کې نژدې څلوېښت کلنې ناوړې جګړې یووار بیا دې نتیجې ته ورسولو چې جنګ څنګه د یوه ملت ملي تربیه او ملي اخلاق له منځه وړي او موږ د خپلې مادې و مانوې بیا رغونې لپاره د څومره ستر رسالت د اداینې دروند بار په مخ کې لرو چې باید په لا کلک عزم سره یې د مسؤلو او وطنپرستو سیاستوالو په صفت تر مقصود منزله ورسوو.

 اووهاو ودان افغانستان ګوند د یوه تکان ورکوونکي شر له منځه د لا بېساري ثبات خیر تر لاسه کړ، مورال یې لا اوچت او حرکت یې لا د برکت شو، راځئ ټول لاسونه پورته کړو چې:

خدایه هغه شر را پېښ کړې چې خیر مو پکښې وي.

او وروستی ډاډ یې هم دا چې:

د عالم ډېرې خبرې، لور په لور تورې لښکرې

زړه مې نه خوځي له ځایه، غر خو هسې وي که نه

بې د عشق له شور و شره چې هر ګز ځما له سره

نه ځي، نور څه هر څه درومې، سر خو هسې وي که نه

و هغه ته  مې سر کوز دی، چې معلوم ور ته رموز دی

په خبره نه پوهیږي، خر خو هسې وي که نه

چې آزاد  مريي ور درومي، خپل مراد ور ځنې مومي

په هیچا نه وي تړلی، ور خو هسې وي که نه

په یوه زمان تر یاره، ور شي راشی څو ګذاره

د خوشحال خاطر تېز پر دی، پر خو هسې وی که نه

خوشحال خان خټک

سرليکنه/ اداره

بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۳۳ مه / پرلپسي ۸۵ مه ګڼه/چهارشنبه/ سرطان /۹/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *