افغانستان په خپلو سرشاره طبیعي زېرمو کې د پانګونې، خپلو کورنیو تولیداتو ته د پاملرنې او له بهرنیو هېوادونو سره د اقتصادي مزو په تړلو له اوسني اقتصادي کړکېچن وضعیت نه وتلی شي.
افغانستان تېره اونۍ له پانګونې د ملاتړ ادارې په نوښت «په افغانستان کې پانګونه» تر عنوان لاندې ملي پروګرام او نړیوال کمپاین پيل کړ. دا په تېرو پنځلسو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د ایسا ادارې او په ځانګړي ډول د دې ادارې د نوښتګر مشر محمد قربان حقجو په نوښت یو بې ساری ګام دی، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره پورته کېږي.
افغانستان د دې پروګرام له لارې غواړې په هېواد کې د پانګونې لپاره بهرني پانګوال وهڅوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
دا پروګرام په پنځو برخو کې له نړیوال سټندرډ سره سم ترتیب شوی، چې موخه یې په افغانستان کې د پانګوالۍ لپاره د پانګوالو هڅول دي. افغانستان تر بل هر وخته ډېره اړتیا لري، چې په خپلو کانونو کې پانګونه وکړي، کورنیو تولیداتو او صنعت ته وده ورکړي او د ګاونډیانو له احتیاج خلاص شي.
زموږ هېواد د کانونو وزارت د اټکل له مخې د شاو خوا درې سوه زره میلیارده ډالرو په ارزښت طبیعي زېرمې لري؛ خو دغه لا هم د دې لپاره چې په طبیعي زېرمو کې یې پانګونه نه ده کړې، له نازک اقتصادي وضعیت سره مخ او ډېره تکیه یې په بهرنیو مرستو ده.
له امنیت وروسته د ملي یووالي حکومت ټوله پاملرنه په اقتصادي مسایلو ده. ولسمشر او اجرائیه رئيس تل په خپلو سفرونو کې بهرني پانګوال هڅوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. د ایسا ادارې له لوري د دې ډول پروګرام رامنځته کول به د حکومت چاره نوره هم اسانه کړي. ځکه بهرنیانو ته د هغوی په ژبه داسې مختصر او اغېزمن مواد په لاس ورکوي، چې په لوستلو سره به یې په افغانستان کې د پانګونې ټول شرایط او مناسب فرصتونه ښه درک شي.
په افغانستان کې یوه ستونزه دا ده، چې خبرې ډېرې کېږي، مګر په عملي برخه کې بیا دا خبرې پنځوس سلنه هم نه پلې کېږي. خو ایسا ادارې له خبرو وړاندې داسې یو پروګرام رامنځته کړی، چې نن په افغانستان کې لېواله پانګوال له سردرګمۍ ژغوري.
اوس دا د حکومت په مشرتابه، په بهر کې مېشتو دیپلوماتیکو دستګاوو او ټولو افغانانو پورې اړه لري، چې د خپلې ښې راتلونکې لپاره د دې پروګرام ملاتړ ترڅنګ په کورنۍ او بهرنۍ کچه ورته کمپاین وکړي. د افغانستان د پانګونې دا پيغام باید ټولو نړیوالو پانګوالو ته چې په افغانستان کې پانګوالۍ ته لېواله وي ورسېږي. ورسره دې هغو کسانو ته هم تشریح شي، چې نړیوالې کمپنۍ لري او وهڅول شي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
خو له دې وړاندې د ملي یووالي حکومت باید په شدت سره له دې پروګرام ملاتړ وکړي. هغه ډول چې اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د دې پروګرام په پرانسته کې خپل ملاتړ اعلان کړ. ولسمشر او اجرایوي رئیس ته په کار ده، چې د دې ملي پروګرام د پلي کېدو زمینه برابره کړي، په ځانګړي ډول د قوانینو په اصلاح او د حکومت د دیپلوماتیکي دستګاه له لارې له نړیوالو سره د دې پروګرام شریکول او ورته لابي کولو په برخه کې. دا پروګرام باید د لومړیتوب په نظر کې نیولو سره د افغانستان ټولو سفارتونو ته واستول شي، اړوند چارواکي مکلف شي، چې د خپل ماموریت په سیمو کې دې له شته کمپنیو، پانګوالو او هېوادونو سره دا پروګرام شریک کړي.
د دې شریکېدو ګټه دا ده، چې تر اوسه افغانستان د نړۍ د خبرونو په سرټکو کې د امنیتي پېښو له مخې لومړی راځي. اکثریت نړیوال په ځانګړي ډول پانګوال په دې اند دي، چې افغانستان یوازې او یوازې د جګړو سیمه ده. که چېرې دغه ډول پلانونه ورسره شریک شي او د وضعیت ورته په سم ډول تشریح شي، له شک پرته چې له هغوی سره شته تصور به بدل شي.
په دې کار کې به د ایسا ادارې هغه ګام هم موثر ثابت شي، چې غواړي د دې پروګرام اعلان په نړیوالو مخکښو رسنیو لکه، سي ان ان، الجزیره او نورو کې خپور کړي. دا رسنۍ خورا مهمې دي او په افغانستان کې د پانګوالۍ لپاره به د خلکو پام را واړوي.
دا وضعیت هم باید نړیوالو ته تشریح شي، چې افغانستان د پنځو یا لسو کالو وړاندې افغانستان سره ډېر توپیر لري. اوس حکومت د پانګوالۍ لپاره د سهولتو برابرېدو ته په عمل کې ژمن دی. قوانین اصلاح شوي یا د اصلاح کېدو په حال کې دي، په مالي چاروکې روڼتیا رامنځته شوې، له فساد سره جدي مبارزه پیل شوې، په چارو کې بهبود رامنځته شوی او د پانګوالو لپاره سهولتونه برابر شوي. د پاکستان پر ځای اوس افغانستان له بهر سره د وصل کېدو لپاره تر ټولو لنډه لار په واک کې لري او د چابهار بندر له لارې له نړۍ سره وصل کېدای شي. په کور دننه د برېښنا ستونزه تر ډېره ختمه شوې ده. بنسټیزو پروژو ته ځانګړې پاملرنه شوې، د هېواد یوشمېر مهمې سیمې په ځانګړي ډول له هراته تر حیراتو پورې د اوسپنې پټلۍ جوړې شوي یا د جوړېدو په حال کې دي، چې د ټرانزیټ په برخه کې به اسانتیاوې رامنځته کوي. د پانګوالو او سوداګرو لپاره ځمکې په واک کې ورکړل شوي. خو د دې ترڅنګ افغانستان باید نور هم هغه سهولتونه مشخص او برجسته کړي، چې نړیوال ورسره لېواله وي.
دمګړۍ د نړیوالو یوه اندېښنه پر ځای ده، چې هغه د هېواد نازک امنیتي وضعیت دی. حکومت باید د دې پروګرام ترڅنګ دا ډاډ هم پانګوالو ته ورکړي، چې د هغوی د مال او سر امنیت خوندي کېږي. د امنیتي اندېښنو په حل سره به د بهرنیو پانګوالو لپاره نوره هم لار پرانستل شي. په دې سره به افغانستان له اقتصادي اړخه له اوسني کړکېچ وتلی او په خپلو پښو به ولاړ وي. له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا کېدل مو تلپاتې ثبات ته رسوي.