د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارد اولسن

تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارد اولسن نن /شنبه/ په اسلام اباد کې له جګپوړو پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې او سیمه ییز امنیت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلی اولسن په داسي وخت کې پاکستان ته تللی چې د افغانستان او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوي او پاکستان د فشار په توګه پر افغان کډوالو زور زیاتی ډېر کړی دی.

اسلام اباد ته د امریکا د خاص استازي سفر له دې نظره هم د پام وړ دی چې د امریکا او پاکستان اړیکې د پخوا په شان تودې نه دي. امریکا پاکستان ته د ایف شپاړس الوتکو له ورکولو ډډه کړې او کانګریس پاکستان ته د مرستو یوه برخه درولې ده.

خو پاکستاني او امریکايي رسنۍ وايي چې ښاغلي اولسن د پاکستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر عزیز احمد چودري سره د افغانستان د سولې د لارې د هوارولو لپاره د څلور اړخیز ګروپ د هلوځلو د بیا پیلېدو په اړه هم خبرې وکړې.

د چین سینهوا خبري اژانس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په قول وايي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان هلې ځلې وستایلې او د پولو په اوږدو کې یې د پاکستان د ترتیباتو ملاتړ وکړ.

پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو کې، په ځانګړي ډول په صفري نقطو او په ځینو برخو کې تر صفري نقطو د افغانستان په خوا کې پوستې او دروازې جوړوي چې د افغانستان له مخالفت سره مخامخ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *