تاند- د خیبر پښتونخوا په چترال سیمه کې د موسمي بارانونو په نتیجه کې جاري شوي سېل لږترلږه ۴۰ تنه مړه کړي دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو د ادارې په وینا د تېرې شپې او نن سهار /یکشنبه/ د سختو بارانونو او ورسره جوخت د سېل د بهېدو له کبله په چترال کې یو شمېر کورونه ویجاړ شوي او ډېرو لارو، پلونو او کروندو ته یې زیان اړولی دی.

د دې ادارې پر اساس لا د تاوانونو دقیقه اندازه نه ده معلومه خو لږترلږه ۴۰ تنه انساني تلفات یې اړولي دي.

د پاکستان پوځ له سېل ځپلیو سره د مرستې لپاره خپل ځواکونه او هیلي کوپترونه سیمې ته استولي دي.

ویل شوي چې په سیندونو او نهرونو کې د اوبو د سطحې د لوړېدو له کبله پُلونه او پُلچکونه نړېدلي او اوبو د کورونو خوا ته مخه کړې ده.

د سږ کال په مارچ میاشت (حمل) کې هم د پاکستان په شمالي سیمو کې د سېل د راتلو له کبله څه باندې ۲۰۰ تنه مړه شول او نژدې ۵۰۰ کورونه ویجاړ شول.

په پاکستان کې هر کال دا مهال د بارانونو له زیاتېدو سره د سېلونو خطر ډېرېږي. د تېر کال په دوبي کې نژدې ۱۰۰ تنه په سیلونو کې مړه شول.

په بلوچستان کې ۳ امنیتي سرتېري ووژل شول

له بلې خوا د بلوچستان ایلتي پولیس وايي، نامعلومو وسله والو تېره شپه په دوو جلا حملو کې درې امنیتي ځواکونه ووژل.

د پولیسو په وینا حمله کوونکو په مستونګ بلوچ مېشت ښار کې پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې او وتښتېدل.

په بلوچستان کې عموماً پر امنیتي ځواکونو بلوچ خپلواکي غوښتونکي بریدونه کوي خو د بلوچستان ازادي غوښتونکو یا کومې بلې ډلې تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *