د کورنیو چارو وزارت

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن /یکشنبه/ وویل، د پولیسو د ۱۰ چارواکو دندې ځنډول شوي دي.

په میدان وردک کې د تازه روزل شویو پولیسو د بسونو پر کاروان د کابل د پنجشنبې د ورځې له حملې وروسته توقع وه چې د کورنیو چارو وزارت یو شمېر پولیس چارواکي مسوول وبولي ځکه چې دا حمله د پولیسو په لیکو کې د دولت د وسله والو مخالفانو د نفوذي کسانو له همکارۍ پرته ممکنه او یا اسانه نه ښکارېده.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي هم نن په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې د ۱۰ پولیس چارواکو دندې وروسته له دې تعلیق شوې چې د کابل د پنجشنبې د ورځې د انتحاري حملو په اړه د څېړنو نتیجې اعلان شوې.

په دې حمله کې ۳۲ تنه ووژل شول. په وژل شویو کسانو کې له دوو لارویانو پرته نور ټول په میدان وردک ولایت کې د پولیسو له روزنځي څخه تازه فارغه شوي ځوانان ول چې د فراغت د سندونو د ترلاسه کولو لپاره کابل ته روان ول.

ولسمشر غني له دې حملې وروسته کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې له میدان وردک څخه کابل ته د روزل شویو پولیسو د لېږدولو د څرنګوالي په اړه پلټنه وکړي او که ورته څرګنده شوه چې چا غفلت کړی سمدستي دې اقدام وشي.

دې پېښې له دې کبله هم د ډېرو شکونه وپارول چې د میدان وردک د امنیه قوماندان په موټر کې د طالبانو یو جنګي قوماندان په داسي حال کې وموندل شو چې له بغلان څخه په ټپي حالت کې کابل ته په پټه وړل کېده.

په دې قضیې پسې د میدان وردک قوماندان ښاغلی اندرابي د تحقیقاتو لپاره لویې څارنوالۍ ته معرفي شو خو د میدان وردک په امنیه قوماندانۍ کې نور تغییرات رانه وړل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *