تاند- متحده عربي اماراتو خپلو خلکو ته ویلي چې نورو هیوادونو ته د سفر په وخت عربي جامې وانه غوندي.
د ګلف نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اماراتي ښځو ته ویلي چې که اروپا ته ځي نو هلته دې مخ نه پټوي او نارینه دې هم چلتار او اوږده کالي نه اغوندي.
ویل شوي چې اماراتي ښځو او سړو ته د جامو په برخه کې دا خبرداری وروسته له دې ورکړل شو چې د امریکا په اوهایو ایالت کې یو اماراتي سوداګر پولیسو ونیوه.
راپورونه وايي چې پولیسو وروسته له دې اماراتي سوداګر ونیوه چې د هوټل کارکوونکو پولیسو ته خبر ورکړ چې پر دغه کس د تروریست شک لري.
د متحده عربي اماراتو په ګلف نیوز انګلیسي ژبه ورځپاڼه کې د نیول شوي سوداګر عکسونه په داسي حال کې خپاره شوي چې په امریکا کې په عربي جامو کې ګرځي. همداراز د دغه سوداګر هغه عکس هم چاپ شوی چې عربي کالي یې اغوستي او پولیسو یې لاسونه ورتړلي دي.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت اماراتي ښځو ته په ځانګړي ډول ویلي چې په اروپايي هیوادونو کې مخونه پټ نه کړي.
په امریکايي او اروپايي هیوادونو کې وروسته له دې چې د تروریزم مسله جدي شوه او په دغو هیوادونو کې تروریستي بریدونه وشول، مسلمانانو ته د شک په سترګه کتل کېږي او له همدې کبله د مسلمانو ښځو پر ستر یا حجاب بندیزونه ولګول شول.
په فرانسه کې هغه ښځې چې سر یې پټ وي په ښوونځیو او دفترونو کې اجازه نه لري او د ختیځې اروپا په یو شمېر هیوادونو کې مسلمانانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې جومات جوړ کړي.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو غوښتي، هر هیواد ته چې ځي د هماغه هیواد مقررات او قوانین رعایت کړي.
ګلف نیوز ورځپاڼه وايي، د سږ کال د جولای په لومړۍ نېټه د سویس په ایټالیايي سیمه (Ticino) کې پر بورقې بندیز ولګول شو او ویې ویل، که چا بورقه لرله له ۱۰۰ تر ۱۰۰۰ سویسي فرانکو پوري جریمه کېدای شي.