تاند- د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس جان مکین او څلور نورو سناتورانو د پاکستان له دوه ورځڼي سفره وروسته نن کابل ته راورسېد.
جان مکین د امریکا د کانګریس د جمهوریپال ګوند مهم غړی دی.
په دغه پلاوي کي سناتورانو لینزي ګراهام، جو ډونلي او بین ساسي هم ګډون درلودی، چي تېره ورځ له پاکستاني مقاماتو سره تر لېدني وروسته افغانسان ته راغلل.
د افغانستان د اجرايي ریاست له خبرپاڼې سره سم، جان مکین او ورسره ملګري پلاوي له اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره د افغانستان پر اړیکووو او نورو سیمه ییزو مسلو خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د جمهوري غوښتنکو سناتور جان مکین له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله سره په لیدنه کي وویل، چي دوی د ملي یووالي له حکومت او د رهبرانو له ګډ کار او پرمختګونو ملاتړ او ساینه کوي او هیله لري، چي د پرمختګونو لړۍ همداسي دوام پیدا کړي.
نوموړي زیاته کړه، دوی د ملي یووالي حکومت د رهبرانو د ګډ کار په نتیجه کي د پرمختګونو شاهدان دي او دې پېشرفتونو یوې بهتري راتلونکي ته خوشبین کړي دي.
هغه یادونه وکړه، تېره ورځ یې له پاکستاني مسؤلینو سره هم لیدلي او له هغوی سره یې د تروریزم پر ضد د مبارزې او پرېکنده اقداماتو په اړه خبري کړي دي.
ښاغلي مکین وړاندي وویل، چي د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره ښه فرصت ایجاد سوی او اړتیا ده، چي له دې فرصت څخه د ګډ کار لپاره استفاده وسي.
ده پرون /یکشنبه/ په پاکستان کې د دغه هیواد د پوځ د لوی درستیز جنرال راخیل شریف په شمول له بېلابېلو چارواکو سره خبرې وکړې او د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته لاړ.
پاکستاني چارواکو هڅه وکړه چې د تروریزم پر ضد په مبارزه کې خپل صداقت ثابت کړي او مکین ته وښيي چې په وزیرستان کې یې ترهګر سخت ځپلي دي.
مکین په خپل ټویټر پاڼه کې هغه عکس خپور کړی چې په میرانشاه کې د پاکستان د پوځ د پوځي څرخکې ترڅنګ ولاړ دی.
امریکا او پاکستان د پاکستاني ځواکونو د وزیرستان د عملیاتو پر سر اختلاف لري. امریکا وايي چې پاکستان په وزیرستان کې پاکستاني طالبان ځپلي خو افغان طالبان یې پرې ایښي دي.
جان مکین د افغانستان له اجرايي رييس سره په خبرو کې وویل، د حقاني د ترورستي شبکې پر ضد یې د غوڅو او واضحو اقداماتو په اړه له پاکستاني لوري سره خبري کړي او له هغوی یې غوښتي چي، په دې اړه عملي ګامونه پورته کړي.
د امریکايي سناتورانو پلاوي له اجرائیه رئیس سره په ننۍ لیدنه کي همداراز وویل، چي امریکايي سرتیري او هیواد به یې تر هغو د افغانانو سره همکاریو ته دوام ورکړي، څو ترورستان په تمامه معنا ختم او جنګ پای ته ورسيږي.