([email protected])

که اوس کمپیوټر چالانوم او د یوې لیکنې پر لیکلو د کیبورډ تڼیو ته ګوتې برابرې او پیل په دې کوم چې ؛ ((په افغانستان کې اداري فساد او واسطو د هر پرمختګ مخه نیولې))، نو باور وکړئ شرمیږم، ځکه چې د هغې ناوړې او شرموونکې چارې چې مخنیوی یې نه کیږي او څوک یې پر وړاندې عملي ګام نه پورته کوي هسې بې ګټې تاکید کول پرې لوستوونکی او اوریدوونکی هم ستړی کوي. دوه کاله وړاندې هندوستان ته د درملنې لپاره تللی وم او هلته مې له نږدې دوستانو سره له کتو وروسته د خوست ولایت یو ځوان او تکړه ډاکټر چې په عصبي جراحۍ کې یې تخصص بشپړ کړی ؤ په داسې ورځ ولید چې نور یې کار بشپړ او افغانستان ته د تګ هوډ یې درلود او په سبا یې پرواز ؤ.

ځوان ډاکټر ډیر هوښیار او تر ټولو خو مهمه دا چې هیوادپال ښکاریدو؛ ځکه ویل یې چې د کابل طبي پوهنتون کې د استادۍ څو بستونه خالي دي او دی غواړي هیواد ته په رسیدو سره لاس په کار شي او یو بست ته ځان کاندید کړي، خو یو څه ناهیلې په دې ښکاریدو چې ویل یې واسطه نه لري. ما ورته وویل چې له هندوستان څخه دې څه بد لیدلي چې نور کار نه په کې کوې؟ هغه راته وویل چې بیا هغه ډاکټر چې دې کار ورسره بند دی او ستا عملیات به کوي زما په اړه پوښتنه وکړه ، خو په دې اړه یې زیاته تشریح رانه کړه او کور دې یې ودان وي د خپل تخصص استاد ته یې چې زما عملیات یې کاوه مخکې له تګ څخه د همکارۍ ویلي وو. لنډه دا چې ډاکټر د افغانستان په لور روان شو او زه هم په ډهلي کې د ملګري د تخصص استاد هندي ډاکټر ته ورغلم کوم چې د آسیا لویې وچې په کچه د عصبي جراحۍ رئیس پاتې شوی ؤ او ګڼې دندې یې درلودې. له عملیاتو څخه یوه ورځ مخکې چې مې له یاد هندي جراح سره ولیدل، نو د خوستي ډاکټر په اړه مې ترینه پوښتنه وکړه؛ هغه راته وویل چې موږ په خپل روغتون کې د تخصص لپاره لومړی تکړه د طب فارغین منو او بیا دا چې فیس هم ورنه اخلو ، خو ستاسې افغانی ډاکټر (موخه یې هماغه خوستی ډاکټر و) یوه نمونه وه او دومره ذهین ؤ چې ما د تخصص دورې د زده کړې په بهیر کې فیس نه ورنه اخیست او د تخصص په وروستي پړوا کې چې به موږ سره دلته په روغتون کې ؤ او کار به یې کاوه ځانګړی معاش مو هم ورکولو.

د هندي ډاکټر د دې خبرو په اوریدو سره مې نیت وکړ چې خوستي ډاکټر سره په اړیکه کې شم او ورته ووایم چې سړیه راوګرځه او همدلته په هندوستان کې سړه ګوله دررسیږي، همدلته ورته واړوه، خو بیا به مې چې د پوهنتون کلیشه یي د درس سیستم را په یاد شو چې لا هم د اتلسمې او نولسمې پیړۍ په حالت کې دی او ډیری یې هماغه په عامه اصطلاح د سقاوې د وخت استادان دي چې د تقاعد له عمره وراوښتي دي؛ نو بیا مې وویل چې دا با استعداده د نویو نظریو او لیدنو با تجربه ډاکټرانو سره به په درسي سیستم کې یو څه نوښت راشي او لږ تر لږه به ددوي په شتون سره کوچني عصبي عملیات په افغانستان کې دننه تر سره کیږي.

په هند کې د درملنې مې درې اونۍ ووتې او بیرته د خپل هیواد په لور روان شوم او کابل ته په رارسیدو سره مې تر ټولو مخکې خوستي ډاکټر سره تماس ونیوه او له جوړ په خیر وروسته چې مې کله د دندې پوښتنه ترینه وکړه، نو په نهیلۍ یې راته وویل چې د مقررۍ لپاره یې ټول پړاوونه بشپړ کړي، خو د ارزونې ځانګړي کمیسیون لخوا یې کار ورځ تر بلې ځنډول کیږي او له ډیرو منډو ترړو وروسته چې یې کار دې ځای ته رارسولی ؛ ددې هیله نشته چې د یاد کمیسیون له رشوت ځپلو زره بیني عینکو یې کار بریالی راووځي، ځکه ویل یې چې د کمیسیون موخه یوازې او یوازې رشوت دی او په دومره کچه پیسې غواړي چې دی یې په دریو کلونو کې هم نه شي ګټلای.

ددې خبرې په اوریدو سخت خواشینی شوم او د هندي ډاکټر هغه خبرې مې را په یاد شوې چې ویل یې ستاسو دغه افغاني ته موږ ځانګړی معاش هم ورکوو، ځکه ډیر با استعداده ځوان دی. خو ما چې هر څومره له خپل ځان سره په موضوع غور وکړو، نو داسې هیڅ لاره ګودره په نظر رانغله چې سپارښتنه مې ورته کړې وای او یا مې کوم پیژندګلو کس ته ور پیژندلی وای چې مرسته یې ورسره کړې وای تر چې ملګري ډاکټر وروسته له څو ورځو له کابل څخه خوست ته ولاړ. موده وروسته مې چې بیا اړیکه ورسره ونیوه، نو ډاکټر خوښ ؤ او چې مې د مصروفیت پوښتنه ترینه وکړه ویل یې چې په خوست کې یې یو کلینیک جوړ کړی او د ناروغانو په درملنه بوخت دی. دا وخت مې له خوښۍ اوښکې له سترګو روانې شوې او مبارکي مې ورکړه. دا چې هغه د خوست او زه د بل ولایت یم راته مهمه نه وه بلکې انسانیت او بیا افغانیت راته مهم ؤ او دی او که داسې شخصیت زما د هیواد د هرې بلې سیمې وي زه به یې پالم او ویاړ به پرې کوم.

نو اوس درنو لوستوونکو تاسې په خپله قضاوت وکړئ، چې موږ افغانانو چې پیړۍ وړاندې نابغه شخصیتونه لکه سیدجمال الدین افغان له هیواده تبعید کړي، نو د بل چا به څه راسره قدر وي. موږ افغانانو خپل نظام په یوویشتمه پیړۍ کې هم د خیش خورۍ او اداري فساد څخه خلاص نه کړو او بیا د داسې استعدادونو مو درناوی ونه کړ چې په خپل هیواد کې یې لرو، خو د استادۍ له دندې بې برخې دی او لکه یاد ډاکټر چې وطن ته د خدمت کولو په نیت یې په هند کې ځانګړي لوړ معاش ته ارزښت ورنه کړ او په خپل هیواد کې خپلو افغانانو ته د خدمت کولو په نیت راپاڅید او بیا د یو څو داسې حرامخورو له لاسه د پوهنتون استاد په توګه په دنده له ګمارل کیدو پاتې شو، چې د هغوي حرامخورو ټول ژوند له فساده جوړ دی او خپل مور او پلار ته هم ښیګڼه بې له کوم غرض نه ورسوي.

بل لور ته د ګاونډیو هیوادونو په لمسون په ټولو افغانانو کې په تیره بیا ددې هیوادونو په تالي څټو کې چې اوس یې په دولت کې لوړې څوکۍ نیولي د شخصي ګټو لپاره خلک قومي ، مذهبي او ژبنیو تنګ نظریو ته هڅوي او دا ستونزه هم د اداري فساد په څير د ګڼو استعدادونو څخه د هیواد پرمختګ لپاره د ګټې اخیستنې پر وړاندې خنډ ګرځي، خو باور وکړئ چې ژبه ، مذهب او قوم راته مهم نه دی زما د ښوونځي ټولګیوال چې هزاره ، تاجک او له نورو قومونو څخه دي د ښوونځي او پوهنتون د دورو له پای ته رسیدو وروسته یې اوس هم لیدو ته ورځم او د ښوونځي دورې په ډول هماغه پخوانۍ د زلمیتوب ملګرتیا ورسره پالم. دا که یو ډاکټر د خوست وي او یو انجنیر د بامیانو او یو حقوق پوه د هرات وي زما د سترګو لیمه دي او چې سترګې په لیمو نه درنیږي، نو له هر یوه سره به پالم.

نو په پای کې زه سرکار ته د خواست په ژبه بیا دا تکراروم چې په هیواد کې شته استعدادونو د ګمارنې او د هیواد پرمختګ لپاره ددوي له استعدادونو ګټه اخیستنې برخه کې جدي اوسي او په فساد لړلي د کلیشه یي نظریو خاوندان چې اوس تعصبات هم پالي له دندو ګوښه او پر ځای یې د نوې انرژۍ درلودوونکي او له هیواد سره د رښتیني مینې پالوونکي استعدادونه په دندو وګماري، تر څو د یوې عادي ناروغۍ علاج لپاره پاکستان او هند ته له تللو خلاص شو، ګنې د پورته بیلګې په څير د لوړو استعدادونو قتل به مو کړی وي او د هغوي استعدادونه ، له هیواد سره د مینې پالنې روحیې او د هغوي د یویشتمې پیړۍ په پرمختګ سمبال تجربې به مو په خپله له منځه وړې وي. پر خپل ځان او پر خپلو استعدادونو او وړتیاوو د بسیا خپلواک افغانستان په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *