د برهان پکتین لیکنه –

په تیره کابو یوه نیمه لسیزه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د وسله والو مخالفانو لپاره هر کال په هر اختر کې سولې ته د رابلنې پیغام درلود. تیر کال ولسمشر غني هم دا کلیشه يي دود پر ځای کړ او لکه څنګه چې یې د ملاعمرآخوند نوم اخیستو پر مهال یې په ژبه کې سکته ګي راغله نو شګون په ځای وختو او موده وروسته د ملامحمد عمر آخوند د مړینې خبر راورسید او طالبان هسې بې ډاله ګډیدل. وروسته بیا د دوی د بل ټاکل شوي مشر د وژل کیدو خبر هم خپور شو او د نوي مشر د ټاکل کیدو پر سر د څو پاکستان پلوه طالب اورپکو د همغږۍ انځورونه خپاره شول.

له مقدماتي کرښو که راتیر شم نو تر ټولو مهمه دا ده چې له افغان دولت سره د سولې بهیر کې نه یوازې دا چې بهرني لاسونه د خنډونه جوړوي بلکې د سولې شورا په تشکیل کې هم په پوست پاک خلک ډیر کم دي. پیر مبارک ته په افغانستان کې د سیدانو په سترګه کتل کیږي او څه نیوکه او شکایت  کول خو ترینه یو وخت کبیره ګناه ګڼل کیده او سرکار هم راپاڅید د ولسمشر کرزي د ادارې لټان یې د سولې شورا مهم غړي وټاکل او بل لور ته په دې شورا کې هم د اسلامي حزب او هم د وسله والو طالبانو سرسخته مخالفان موجود دي چې په څرګنده یې د سولې پروسې د سبوتاژ کولو په اړه په رسنیو کې رپوټونه خپاره شول او تبصرې پرې وشوې.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له مخالفې وسله والې ډلې سره د خبرو په اړه هم نوي داسې څه څرګند نه شول چې څرګند ټکي په کې ښکاره شي او ولس ته دا روښانه شي چې یاده ډله سولې ته زیات میلان لري، خو داسې ښکاري چې د سولې په شورا کې یادې مخربې کړۍ په دې برخه کې خنډونه رامنځته کړي او غواړي په لوی لاس دا نوې هڅه شنډه کړي. دا چې د سولې شورا په مشرتابه پلاوي هر غړي شالید او کار کړنې یادې کړم له آرې موضوع خبره وځي، خو د سولې پروسې پر وړاندې د خنډونو رامنځته کوونکو سره سره باید دا ځل اسلامي حزب او وسله وال طالبان له یو څرګند دریځ سره راڅرګند او د اختر لپاره کړیدلي افغان ولس ته ډالۍ ولري او د سولې اختری ورته ډالۍ کړي.

د دوی لپاره په یو ناڅاپي دریځ راڅرګندیدل به له یوې خوا د سولې په شورا کې مخرب عناصر په ډاګه کړي او له بلې خوا به په ولسي جرګه، مشرانو جرګه او حکومت کې هم هغه کسان په ډاګه کړي، چې د ولس خیر نه غواړي، د پردیو لاسپوڅي دي او د یوې نیمې لسیزې وړاندې هماغه توره نظریه په ذهن کې پالي او ساتي یې چې یوه یې بهرنیو ځواکونو ته په خطاب کې له بي بي سي راډیو ته ویلي وو، چې : ((په طالبانو باندې غت غت بمونه واچوئ)). نو ځکه خو به نور سر کار هم مجبور شي چې لاس په کار شي او تر ټولو مخکې خپل چاپیریال ددې ډول عناصرو څخه پاک کړي او له بل لوري به بهرنۍ کړۍ هم نړیوالو ته د رسوایۍ ویره احساس کړي او د سولې پروسه کې به له لاسوهنو لاس واخلي.

که چیرې مخالفې ډلې په خپل دې نوي دریځ کې خپل څرګند شرطونه په ډاګه کړي، نو له یوې خوا به یې ولس او نړیوال په بې پرۍ والي باورمن شي او له بلې خوا به دا ورته جوته شي، چې مخالفین په خپل دریځ او هوډ کې تر هیڅ ډول بهرني فشار لاندې نه دي او په خپلواکیت او خودارادیت یې دا ګام پورته کړی دی. ځکه طالبانو ته دداسې یو بیساري ګام پورته کول ځکه په دې حساس وخت کې مهم دی، چې په خپله رهبرۍ کې د پخواني مشر ملامحمدعمر په څیر ټولمنلی شخصیت نه لري چې ټولې ډلې ورسره همغږې وي، ځکه ددوي سږنیو جګړو څخه دا په ډاګه شوه چې د پخواني مشر مرګ او بیا ورپسې د دوهم هغه وژل کیدل د ټولو طالبانو پر روحیه څومره منفي اغیزه درلودلې.

له بل لوري ددوي په مشرتابه کې د حقاني شبکې د سرعناصرو ځای موندل هم ددوي پر رهبرۍ ناوړه اغیزه کړې، ځکه حقاني هغه شبکه ده چې له اصلي طالبانو یې دریځ کې څرګند توپیر لیدل شوی او کله هم چې د کوټې شورا د یو کمیسیون مشر کړوړو باندې شک شوی، نو تر ټولو مخکې حقاني شبکې په غوښتنه د پاکستان استخباراتو لخوا یا وژل شوی او یا هم نظر بند دی لکه د مولوي رازق او استاد یاسر سره چې وشول. نو له دې څخه په څرګنده دا ښکاري، چې د طالبانو په مشرتابه کې به د حقاني خودخوا شبکه لویې ستونزې رامنځته کوي او غواړي په افغانستان کې د ټولو طالب جنګیالیو ګروپونو مشري او په ټوله کې ددوي ((اسلامي امارت)) مشري تر لاسه کړي او دا چې نور طالبان چې د واک پخوانی بګرونډ لري او غواړي د پاکستان له فشار پرته جګړه پر مخ بوزي، نو ددوي په مشرتابه کې د حقاني شبکې ځای نیول به د طالبانو خپلواکیت ته زیان ورسوي او پاکستان چې په طالبانو کې د حقاني شبکې په څیر د خپل لاس جوړه کړې آله ولري او بیا دا شبکه د طالبانو په مشرتابه کې شتون او پراخ رول ولري، نو بیا چې د طالبانو د کوټې شورا په هندوستان کې هم وي او له پاکستان څخه ځان خلاص کړي هره کړنه به یې د پاکستان په خوښه ددې شبکې له لارې څارل او کنټرولیږي.

بل لور ته د اسلامي حزب حضور هر چا ته په هر ولایت او هر دولتي ارګان کې څرګند دی او پرته له اهل هنودو به د افغانستان داسې ملیت به نه وي چې له کم شمیر څخه بیا تر کلیو او د ولسوالیو په کچه وګړي د اسلامي حزب غړیتوب ونه لري لکه د غزني روضې کلی چې ټول تاجک دي خو ټول یې په عامه اصطلاح حزبیان او اوس هم په وسلو سمبال دي، چې دې ته ورته نورې بیلګې هم د هیواد په کچه د یو شمیر ولایتونو لرو. نو لکه مخکې چې مې یادونه ترینه وکړه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې را نږدې دي، نو که چیرې اسلامي حزب له دې موقع څخه ګټه پورته کړي او په شته نظام کې د خپل پراخ شتون او نفوذ سربیره په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي، نو پرته له شکه چې به یې بریا بې ساري وي او له دې لارې به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره هم پوره چمتووالی ولري، چې زما په اند په دې لنډ وخت کې سولې خبرو ته د اسلامي حزب یو په یو لیوالتیا یو لامل همدا ټکی دی، چې که چیرته عملي بڼه خپله کړي او له دې طلايي چانس څخه ګټه پورته کړي پرته له شکه چې به یې د بخت ستوری وځلیږي.

نو ځکه خو یادو دواړو مخالفو ډلو لپاره اوس حساس حالت او طلايي چانس دی، نو ځکه خو باید دوي له موقع ګټه واخلي او د سولې پروسې سره د یو ځای کیدو کې دي سیالي وکړي.

[email protected]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *