۱۴/۴/۱۳۹۵
د ننګرهار په خوګیانو او اچین ولسوالیو په مربوطاتو کی دهوایی بریدونو په ترڅ کی ددوه قوماندانانو او یو شمیر بهرنیو په ګډون (۳۳) دری دیرش تنو وسله والو مخالفینوته مرګ ژوبله اوښتی.
د ننګرهار دامنیه قوماندانی دمطبوعاتی دفتر خبر !
دننګرهارولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یومهم قوماندان صابر کوچی له لس نورو ملګرو سره یوځای ووژل شول او درې نور ټپيان شول .
قوماندان صابرکوچی د وسله والو طالبانو یوله مهمو قوماندانانوڅخه وو، چې د بټيکوټ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکیو.
همدغه راز -د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د پیښی او مامندو په سیمه کی کې تېره شپه د بېلابېلو هوایي بریدونو په ترڅ کې (۱۹) نولس تنه داعش وسله وال وژل شوی ، په وژل شوو کی عمر خطاب او ملا ساجد د پاکستان د اورکزۍ سیمې اوسیدونکي هم شامل دی ،په ترسره شووبریدنوکی د وسله والو مخالفینو یوپټن ځای ، دری عراده موټر ،یو شمیروسلی او مهمات هم لمنځه تللي.
په ترسره شوو بریدونو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی .