تاند- الکوزی نړیوال ګروپ د ۶۵۰ ملیون ډالرو په لګښت په کابل کې ۶ فابریکې، یو ستر روغتون او د ملکي هوايي چلن اکاډیمي جوړوي.
د هغې موافقې پر اساس، چې پرون /دوشنبه/ د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې له دغه ګروپ سره لاسلیک شوه، دولت به الکوزي شرکت ته ۱۴۴ جریبه مځکه ورکوي او په مقابل کې به یې الکوزی ګروپ نه یوازې ۶ فابریکې جوړوي بلکې د ۳۰۰ ملیون ډالرو په لګښت به مجهز روغتون جوړوي.
افغانستان یوه مجهز روغتون ته، چې افغان ناروغان ګاونډیو هیوادونو ته د تګ له احتیاجه خلاص کړي، سخته اړتیا لري.
دې ګروپ تېر کال ویلي و چې په کابل کې د ۳۴۸ ملیون ډالرړو په لګښت د مکروني، کاغذي دسمال، بېسکېټ او چیپس فابریکې او مطبعه جوړوي.
الکوزي ګروپ له حکومته غوښتي و چې د دغو فابریکو د جوړولو لپاره ۱۴۴ هکتاره مځکه ورکړي. (تفصیل)
د الکوزي ګروپ له لوري په ۳۵۰ ملیون ډالرو د کاغذي دسمال، کارتن جوړولو، خوراکي موادو یا کنسرو د فابریکو ترڅنګ مطبعې هم جوړېږي. دا فابریکې به ۳زره افغانان په مستقیم او ۱۰ زره نور په غیر مستقیم ډول د روزګار څښتنان کړي.
الکوزي ګروپ ژمنه کړې چې فابریکې او روغتون به په ۳ کلونو کې جوړ کړي.
د موافقې د لاسیک په مهال د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل چې الکوزي ګروپ دغه راز منلې ده چې د ملکي هوايي چلن د ادارې لپاره به د ۵ ملیون ډالرو په لګښت د هوايي چلن اکاډیمي جوړه کړي.
الکوزي ګروپ ته د فابریکو او روغتون لپاره ۱۴۴ جریبه ځانګړې شوې مځکه د افغانستان د ملکي هوايي چلن د وزارت شتمني ده.
د مالیې وزیر وايي، حکومت د الکوزی شرکت د پانګونې په خاطر په افغانستان کې لازمې اسانتیاوې برابروي او له دې شرکت سره به د اومو موادو د صادراتو او وارداتو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د الکوزي شرکت استازي نعمت الله بابکرخیل د الکوزي بین المللي ګروپ شرکت په استازیتوب وویل، شرکت یې په دې برخه کې پانګونې ته د تیاري په ترڅ کې تر دې وړاندې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې چې له هېواده بهر یې زیات صادرات لرل.
بابکرخېل څرګنده کړه:«موږ هڅه کوو چې په زیاتې پانګونې هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړو.»
ده دا هم وویل، الکوزی نړیوال ګروپ به د شپږو صنعتي فابریکو په تاسیس سره یو میلیارد ډالر پانګونه وکړي.
الکوزي ګروپ تر دې مخکې په کابل کې د ۳۰۰ ملیون ډالرو په لګښت د پیپسي کولا فابریکه جوړه کړې ده.