احمدشاه پاڅون

موږ چي په هجرت کي وو، نو درست کال به مو د مېلو، نوو جامو او پیسو لپاره اختر ونو ته انتظار کوی. خو ددې ټولو سره سره، زما لپاره د اختر دوې برخي د اختر عنصرونه وه، که به یو په کي کم سو، هغه اختر راته نیمګړی ښکاریدی.

یو د اختر په شپه د کلي منځ کي نورو هلکانو سره اور لوبه کول او دوهم  د اختر په سهار مسجد کي د وریجو خوړل.

یو اختر داسي راغلی، چي دا دواړه یې له ګولو راڅه ووهل.

کیسه داسي وه، چي کټ مټ ددې اختر کیسه وه، نیمو ویل اختر دی، نیمو ویل روژه ده. موږ د هغو پر خوا سوو، چي سبا روژه ده، ځکه مو نو کالو کي د ټنیو ایښودلو چاره هم سبا ته و ځنډېده. هغه وخت یې د اختر جامې په کور کي را ته ګنډلې.

پلار مرحوم مي روژه په خوله سهار مسجد ته د جمات لپاره ولاړی، ملا صاحب تر لمانځه وروسته د اختر تقریر شروع کړ، ټولو یو بل ته و کتل، چي دا څه کیسه ده؟ پرته له څو کسانو نور ټول له اختره ناخبره وه.

چي ملا یې و پوښت، هغه ویل: په ۱۲ بجې مي د ټولو دروازې ور ورټکولې، چي د مرګ په خوب بیده واست، زما څه ګنا ده؟

د ملا خبره وه ټولو په رڼدو سترګو و منل او د کورونو پر لور یې منډه کړه، زموږ په کور کي هم د اختر خبره لکه یوه ایښمه را و څرخېده.  زه او تر ما مشر ورور لا بیغمه بیده، د اختر په دې ناره په داسي وخت کي را ویښ سو، چي لمر مو سترګي برېښولې او هر څه له لاسه و تلي وه، بلا په پسې، خو جامو کي مو تڼۍ نه دي ټک وهل سوي. موږ لا ژړغوني سوي نه وو، چي کالي یې راته کښېښودل، پر ګریوانه یې تڼۍ کږې اوږې او بې نظمه ښکاریدې، چي په څومره عجله به یې پکي ایښي وې

جامې مو و اغښتلې. ښه نو اوس څه وکړو؟

موږ درې کشران وروڼه،  زموږ دخاله کور ته رهي سوو، چي ورته یوه دوه درې کیلو متره لار وه.

په لاره کي زموږ د مشر ورور سر خلاص سو، چي ولاکه یا اختر وي یا شی، بیرته ستون سو، خو موږ دوو خپل اختر لمانځل غوښتل د چا په کیسه کي نه وه، هلته چي ورسیدو، ټول روژه وه، زموږ له جامو پوه سوه، چي اختر یې دی،خندل یې  مبارکۍ یې راکړې او د اختر لپاره راوړي کلچې یې راته کښېښودې.

خو ماته دوی ټول پر غلطه، خو زموږ د مسجد ملا پر حقه ښکاریدی.

نوره ورځ نو په روژه کي اختر وو یو ډول تېره سوه، ماښام ته اسمان ته رساني مرمۍ پورته سوې، چي هغه مهال د اختر د خبر یو سمبول ګڼل کیدی.

دلته نو پوهه سوم، چي شیخ په غلطه دی خطا دی

د باندي ماشومانو اور لوبي کولې، ور وه نه وتم، بیرېدم، چي نوي جامي مي و نه سوځي، سهار مو مسجد کي سړه سنا وه، ملا صاحب هم کله چي بل مسجد ته د ورجو خوړلو لپاره تللی و.

تر اوسه فکر وړی یم، چي ملا صاحب  د اختر دا غلط  خبر له کومه کړی وو، چي زموږ د اختر په خوښۍ کي داسي د بوټو سره را وختی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *