په سعودی کې دروژې مبارکې میاشتې د۲۹ مې ورځې پرله پسې بریدونوداوښودله چې ترهګر آن پر خپلې مور هم صرفه نه کوی .
د دې بریدونو تفصیل :
الف :هغه ځانمرګی برید چې دمدینې منورې حریم ته څیرمه سرته ورسید ، څلور امنیتی اودوه ملکی وګړی یې ووژل – پنځه تنه ټپیان ، څو موټرونه یې هم ویجاړچې دود یې تر آسمانه پورته شو .
ب :په ختیځ قطیف ښارکې دشیعیه ګانو په مسجدالعمران باندې ځانمرګی برید – ځانمرګی مړاو دوه ټپیان .
ج :په جده ښار کې دامریکا پرقونسلګرۍ ناکامه هڅه .
د :د امریکایانو پرهغه دیپلوماتیک مرکزچې غوښتل یې دامریکا دخپلواکۍ ورځې لمانځلوته تیاری ونیسی، برید لاندې راغی چې ځانمرګی مړاودعربستان دوه امنیتی کسان ژوبل شول .
د سعودی د کورنیوچارووزارت وویل چې یو انتحاری دپاکستان وګړی دی چې (عبدالله ګل زار خان) نوم لری اوله۱۲وکلونوراپه دیخواپه سعودی کې اوسیده .
دپورتنیوترهګریزو بریدونو په اړه !
یو ملا و چې د چا د مرګ خبربه ورته راغی ،نو بیا به یې ویل (دخدای رضاوه ، خدای دې وبخښی !)
یوه ورځ یوناڅاپه د خپلې ماندینې له مرګ نه خبرشو، ملا چې ډیر ترهیدلی وو ، نوداسې یې وفرمایل [اوس مرګی خوله خلاصه کړه]
اوس نو سعودی بایدپوه شی چې خپلو روزل شویوورته خوله خلاصه کړې – همدایې وخت دی چې دخپل بادار(امریکا) سره یو ځای دخپلوروزل شویوځانمرګومخه ډب کړی .