روح الله احمدزى –
زموږ ګران هيواد د څه باندې درې لسيزې را پدې خوا پدې نوم په اور اړول کيږي، چې ګوندې اسلام ته خطر دده په پوستكي كې دی او دا خطر لكه سرطان نه ختميدونكى دى. په افغانستان کې بې سارى، پاک او وطن پاله سیاسي نظامونه پدې تور لولپه شوو چې د افغانستان د خلکو عقيدې يې ور خراب كړې وې . په سلګونه د روښانفکرۍ، هنر، ادب سينما، پوځي او عام روزنيز بنسټونه ددې لپاره وسوځول او وپلورل شول چې د حضرت محمد (ص) په سنتو برابر نه ول. د کابل او ولايتونو ښارونه پدې تور بمبار او په اور وسوځول شول چې يو وار بيا د سياف، حکمتيار مسعود، رباني او مزاري د اسلامي عقيدو څخه ډک سپېڅلی لمر وويني.
سياف، شورا نظار او حکمتيار پدې تور په سلګونه هزاره ګان ووژل چې شيعه دي او دا په اسلام كې نه منل شوې فرقه ده. له دوی وروسته نوې ډله طالبانو ددې لپاره چې اسلامي شريعت د پاکستان له خولې پلی کړي او ددوی تر منځ ښې ډيپلوماټكې اړيکې پاتي شي په سلګونه د ننګه ډکې پيغلې د تاجک، هزاره، اوزبک او پښتون په نوم چې اسلامي امارت جوړ شي، پنجابيانو ته په ډالۍ کې ورکړې. ځکه چې د پنجابيانو جنسي الې په افغانستان کې د اسلام خپرېدو په سوب ډېرې اغيزناکې پيروتې. رښتیا خو دا دی چې دوی د اسلام له روحني نظريې سره په ټکر د توکمپالنې تخم وکرل.

کله چې د طالبانو له شره خلاص شوو او ټولو افغانانو د اسلام لپاره قرباني ورکړه، پدې اوسني شته نیمه ليبرال رياست کې د اصلاح او حزب التحرير په نوم د دين ساتوونکو، په پوهنتونونو، مکتبونو او مسجدونو کې د اسلام ته د خطر او د اسلام سم پياده کولو لپاره د مرتدد او کافر ټاپې جوړې کړې. ددې لپاره چې دا موضوع ښه روښانه شي د حزب التحرير او اصلاح ، د اسلام سأتلو ښه بيلګه بيان وم، څو ورځې مخکې حزب التحرير او اصلاح د پوهنتون محصلين ددې لپاره را باسلي ول چې حکومت دې پوهنتونونه رخصت کړي ځکه چې پوهنتون كې انجونې ددوی روژې ور خرابوي.
یانې په ننې دور کې د دوی د مذهبي افکارو دا حال دی چې په دوی کې د معاصرو علومو او نړۍ سره ځان سیال کول ناشونې خبره ده نو بیا به څنګه دوی د یو علم پاله او بشردوسته مذهب په پلي کولو کې کامیاب شي لنډ دا چې د دوی نظریات دومره وراسته دي چې د اصلاح او مترقي تجدید ماده پکې هیڅ ډول شتون نلري بلکې له ځان سره ټولنه د تیر ډبر پېر ته وردانګال غواړي.
خو موږ ګورو چې په کعبې او مدينه منورې باندې پرون په يوه ورځ درې چاودنې وشوې نه مو کوم د اصلاح، نه تحرير، نه سياف، نه حکمتيار، نه طالب، او نه مو کوم د رباني استازى او پلوى وليد چې دا بريد يې غندلی وي . د اوسني مذهب پاله ډلو تاریخي ورخطايي پدې کې ده، چې دوی د مسلمانانو د ذهنیتونو د ګمراه کولو په موخه له تیرو سلیزو راهیسې دا چغې وهي چې مکه او مدینه د کفرو په ځانګړې توګه د یهود، نصاره او امریکالخوا تر خطر لاندې ده او دوی تکل لري چې پر دې به برید ترسره کړی خو ولې د یادونې ده چې دا برید دوی ترسره نکړ بلکې لومړۍ پاکستاني مسلمان عبدالله کلزار ترسره کړ. آیا کوم مجاهد شته چې د برید په صورت کې به یې امریکا، یهود او نصاره ته اختارونه ورکول چې دوی له ځمکي ورک کړي نو آیا دوی یو نړیوال مطبوعاتی یا اجتجاجي کنفرانس راغوښتلی شي چې د پاکستان وجود او ناوړه کړني وغندي؟
خو د مجاهدینو له دريځه داسې مالوميږي چې دوی نه دين مني او نه کوم ارزښت ورته قايل دي، هر يو د يوه هيواد سره په نکاح شوي دي. څوک د امريکې، څوک د فرانسې ، څوک د چين ،څوک د پاکستان او څوک انګلستان ته په نکاح پراته دي. په هيواد او خلكو ميئنو ځوانانو به چې ويل : چې پاکستان سره جهاد روا ده، زموږ پر هيواد يې تېری کړی او کوي يې؛ نور خو پر خپل ځای پرېږده موږ د دې شايد يو چې د ډيرو ميړنيو افغانانو له ميرمنو، ميندو او خويندو سره به د طالب او مجاهد پر ايتونو پنجابيان همبستره کيدل او هر څومره يې چې وس رسيده هر ډول ظلم او تېري يې زموږ پر خاورې او افغانانو كاوه او لا يې کوي.
خو د پنجابيانو یاران (افغانانو) به په ډېرې قهرجنې ژبې بدو رد پيل کړل، همدارنګه دوی په ښکاره تبليغ کاوه چې پاکستان د اسلام او جهاد مرکز دی، پاکستان ته سپکاوی اسلام ته سپکاوی دی.
خو بل لورته په سعودي عربستان کې په مکه شريفه پرونی بريد ټولو مسلمانانو ته ستره ننګونه ده. موږ دې بريد ډير حيران او انديښمن کړي يو، څو څو ځلې مو ځان سره تکرار کړل چې دا بريد کوم اسرائيلي کړی او غواړي زموږ د سپيڅلي خدای کور ونړوي سربيره پر دې دوی زموږ د دين او پيغمبر دښمنان دي.
خو د بريد څخه څو شيبې وروسته په ډاګه شوه، چې په مکې شريفې پرونی بريد د يوه پاکستاني له لوری شوی .
دا ډير د تاسف وړ خبره ده، دا څنګه امکان لري چې يو اسلامي هيواد دې د مسلمانانو د سپيڅلي خدای(ج) په کور مکه شريفه او سعودي عربستان باندې داسې وحشيانه بريد وکړي.
ايا دې ته چوپ کيښناستل په کار دي او کنه لکه څنګه چې د اسراييلو سره د جهاد لپاره چنده کيږي او هلته جهاد روان دی ايا د پاكستان په مقابل كې د هم دا لاره تعقيب شي؟
البته په فلسطين کې د اسراييلو پر ضد جهاد ددې لپاره دی چې اسراييلو د فلسطين پر خاورې تېری کړي، خو کله چې د پروني بريد قضيه څيړو دا په ډاگه کوي چې د پاکستان په مقابل کې بايد لوی مقدس جهاد پيل شي تر څو زموږ د لوی خدای کور ته چې کوم خطر دی د هغه مخنیوی وشي.
موږ پدې هيله وُ، چې سعودي عربستان ،تول عربي او اسلامي ملکونه به دا بريد وغندي. لکه څنکه چې په يمن ددې لپاره بريد وشو چې مکې شريفې ته خطر دی، همداسې به د پاکستان په مقابل كې هم د جهاد فتوا ور کړي خو له بده مرغه داسې ونه شول.
اوس ټول عربان په فاحشۍ او عياشۍ لګيا دي، ددوی ټولو عقيدې ضعيفې شوې دي. د خدای په کور بريد کيږي په يوه ورځ درې چاودنې کيږي دوی په خپلو ميلو لګيا دي په داسې حال کې چې د پاکستان له لوري د اسراييلو په ملګرتيا پلان جوړ شوی چې پر مکه او مدينه منوره بريدونه تر سره کړي.
نور د دې وخت رارسيدلى، چې نړۍ د پاکستان پر کړنو سترګې پټې نه کړي ، پاکستان نه یوازې د سیمې هېوادونو ته ستر ګواښ دی بلکه د ټولې نړۍ لپاره د زهرو مړۍ ده .
افغانانو، نړیوالو او ملګرو ملتونو ته یو ښه چانس دی چې تر څو تر دې لا زیات په پاکستان فشار راوړی او په یو ډول یې کنج ته کړي.
عربي او ټولو اسلامي هیوادونو ته له دې نوره ښکاره بیلګه نشته، چې پاکستان د نیمې لارې ملګری دی، که یې د ګټې تمه وشلیږي دی به نه بیا هغې پخواني ملګري ته ژمن وي، نه انسانیت ته او نه هم اسلامیت ته.
پر خپلو هېواد والو غږ كوُ، چې د پاکستان پر وړاندې په کلکه یو او ریښتینی دریځ خپل کړئ همغه د شهید نجیب (رح) تاریخي وينا حقیقت لري”چې د پاکستاني حکومت په بدنه کې افغان ضد وینه جاري ده، هیڅ وخت دوی د پرمختللي او هوسا افغانستان لیدو هیله نلرله او نه يې هم لري”
دا هم وایوُ هغه افغانان چې ځان په یو ډول پاکستان ته خواخوږي ښيي په ښکاره د خپل هېواد او هېوادوالو په خلاف یې ملاوې تړلې؛ هغه که حکمتیار، سیاف ، حزب التحرير ، اصلاح او که د حکومت د ننه ډلې او ټپلې دي ، د دا ډول افغانانو په شتون مونږ شرمیږو.